افغاني سرې میاشتې د بې وزلۍ له امله د خپلو ګردو پلورونکي شخص لاسنیوی وکړ

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۶:۵۵
خبر

افغاني سرې میاشتې د بې وزلۍ له امله د خپلو ګردو پلورونکي شخص لاسنیوی وکړ!

نن دوشنبه د رجب میاشتې پر ۱۲مه، د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئيس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور له لوري د هغې کورنۍ له سرپرست سره، چې څو ورځې وړاندې یې د ډېر غربت له امله خپله ګُرده پلورله او ویډيو یې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېده؛ د خوراکي او غیرې خوراکي توکو ترڅنګ ۲۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوه.
د یادونې وړ ده، چې یاد کس د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس له لوري د لوګر ولایت په نمایندګۍ کې د ساتونکي په توګه هم وګمارل شو، څو وکولی شي راتلونکي کې د خپلې کورنۍ اړتیاوې په خپله پوره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۰:۱۶
Background image

خوست کې زرګونه اړمنو هېوادوالو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي

دوشنبه، ١٠ صَفَر ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د خوست ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٥٧٨٣ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۹:۵۴
Background image

پکتيا؛ د ځوانانو او رضاکارانو ښوونیز مرکز کې سلګونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي

دوشنبه، ١٠ صَفَر ۱۴۴٧
 د ‎افغاني سرې میاشتې اړوند د پکتيا ولایت د ځوانانو او رضاکارانو ښوونیز مرکز کې د تېرو ۳ میاشتو په ترڅ کې ١٨٠ زده کوونکو ته د اسلامي ښوونې، سیرت النبي ﷺ، لیک لوست،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۶:۲۴
Background image

د ختیځ زون د مرستون ممتاز زده کوونکي وستایل شول

یکشنبه، ۹ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري، ننګرهار ولایت کې د مرستون هغه زده کوونکي، چې په بېلابېلو ښوونځیو کې په عالي درجو بریالي شوي و؛ د جلال اباد ښار د پوهنې امريت، ښوونځيو،. . .

BACK TO NEWS