افغاني سره مياشت د نړيوال فدراسيون په همکارۍ تورخم فرضي کرښې ته څېرمه د راستنېدونکو کډوالو لپاره  ٢٠٠ خېمې نصبوي!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۱:۱۳
خبرونه

افغاني سره مياشت د نړيوال فدراسيون په همکارۍ تورخم فرضي کرښې ته څېرمه د راستنېدونکو کډوالو لپاره  ٢٠٠ خېمې نصبوي!

نن چهارشنبه د شوال میاشتې پر ۱۱مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدین دلاور ددې خيريه ملي ټولنې په مرکزي دفتر کې په ‎افغانستان کې د نړيوال فدراسيون له سرپرست مسٸول ښاغلي احمد سليمان سره له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکو کډوالو ته د هغوی اړتیاوو ته په کتو د مرستو برابرولو او لاسنیوي په تړاو د همغږۍ ناسته وکړه.
ناسته کې سرپرست عمومي د نړیوال فدراسیون له هر اړخيزو اوږد مهاله او دوامداره همکاریو څخه د مننې ترڅنګ راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیایي خدماتو، له تودوخې او ګرمې هوا څخه د ژغورنې برخه کې هغوی ته د سرپناه رامنځته کولو په موخه د اړینو مرستو غوښتنه وکړه.
ورپسې د نړیوال فدراسیون سرپرست مسٸول راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د بېلابېلو مرستو چمتو کولو ژمنه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې له افغاني سرې میاشتې سره په همغږۍ به نږدې راتلونکي کې تورخم فرضي کرښې ته څېرمه د ۲۰۰ خېمو د نصبولو چارې پیل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۴:۹
Background image

میدان وردګ؛ له ۲۷۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۲۰ ټنه خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۵ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار په ګډون د نرخ، جلرېز، سید آباد، چک او جغتو ولسوالیو له ۲۷۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۲۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۵۷
Background image

لغمان کې د څه باندې ۶۷٠٠ ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

پنجشنبه، ۲۵ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د لغمان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۴۶۸ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۸:۶
Background image

هرات؛ ۶۰ زلزله ځپلو کورنیو ته د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت استوګنیز کورونه وسپارل شول

پنجشنبه، ۲۵ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ د بیدک مراد کوهي کلي ۶۰ زلزله ځپلو کورنیو ته د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت نوي استوګنیز کورونه جوړ او. . .

BACK TO NEWS