د افغاني سرې میاشتې مرستیال د افغانستان لپاره د برتانیې د سره صلیب له مسئول سره وکتل

arcs_website_admin
Thu, Jul 31 2025 1:03 PM
د افغاني سرې میاشتې مرستیال د افغانستان لپاره د برتانیې د سره صلیب له مسئول سره وکتل

پنجشنبه، ۶ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن په خپل کاري دفتر کې  د افغانستان لپاره د برتانیې د سره صلیب له مسئول ښاغلي جیرمي سمېت سره کډوالو ته د اوږدمهاله او دوامداره مرستو د چمتو کولو په موخه وکتل.
کتنه کې ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د برتانیې له لوري کډوالو سره د شوو مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې راستنېدونکو کډوالو ته باید د ژمي د موسم تر را رسېدو وړاندې د بېړنیو مرستو سربېره د کار زمینه هم برابره شي، څو وکولی شي د ژوند اړتیاوې په خپله پوره کړي.
ورپسې ښاغلي سمېت د افغاني سرې میاشتې له لوري په ترسره کېدونکو خدمتونه خوښي وښوده او ویې ویل، چې راستنېدونکو کډوالو ته به لازمې مرستې برابرې کړي او له بحراني حالت څخه د راوتلو په موخه به هڅه وکړي، څو له کاري شریکانو سره د دوی د ملاتړ په پار ناستې ولري.

Latest news

Mon, Apr 20 2026 5:37 PM
Background image

Wall Collapse in Logar: Cash Assistance Provided to Affected Family

Monday, April 20, 2026

 

The ARCS provided cash assistance to a family in Omar Abad village, Pul-e Alam, the provincial capital of Logar province, who suffered personal and financial. . .

Mon, Apr 20 2026 4:35 PM
Background image

Kabul: Certificates Distributed to 51 Employees After Completion of Professional Training

Monday, April 20, 2026

 

On the initiative of the Department of Staff Affairs of the ARCS, the second phase of educational and professional training under the title “Code of Conduct”. . .

Mon, Apr 20 2026 10:15 AM
Background image

Takhar: Thousands of Patients Receive Health Services from ARCS

Monday, April 20, 2026

 

Medical staff of the ARCS have provided health services to thousands of patients across various districts and villages of Takhar Province over the past 30. . .

BACK TO NEWS