پیغامونه
د افغاني سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ په مناسبت د اسلامي امارت د محترم ریس الوزرا پيغام
۱۴۰۳ د تلې ۲۴
بسم الله الرحمن الرحیم
نحمده و نصلي علی رسول الکرم اما بعد
لَن تَنَالُواْ ٱلبِرَّ حَتَّىٰ تُنفِقُواْ مِمَّا تُحِبُّونَ وَمَا تُنفِقُواْ مِن شَيء فَإِنَّ ٱللَّهَ بِهِ عَلِيم[ال عمران. )۹۲(
د قرآن عظیم الشان د آل عمران سورت د پورتني آیت مبارکه په استناد موږ او تاسې نېکیو ته د رسېدو لپاره باید خپل هغه مال (د خدای جل جلاله په لار کې) ولګوو، چې راته ګران او خوښ وي، له اړمنو، او بې وسو او نا چارو سره مرسته وکړو. دا زموږ ټولو اسلامي او انساني وجیبه ده. اسلام د اخوت، شفقت، مرحمت او له نورو سره د نیکۍ دین دی. له همدې امله زموږ هېوادوالو د خپلو اسلامي لارښوونو او ملي ارزښتونو له مخې د ناورینونو، ستونزو او اړتیاو پر مهال تل د یو او بل لاسنیوی کړی، خپل امکانات یې له نورو سره شریک کړي او حتی د خپلې خولې مړۍ او ګوله یې ورسره نیمایي او شریکه کړې ده.
افغاني سره میاشت چې غیر سیاسي، خپلواکه او مرستندویه ټولنه ده، له نېکه مرغه په دوامداره، بې پرې او ښه توګه د مستحقو هېوادوالو او غریبو کورنیو لاسنیوی او د طبیعي پېښو د ټپیانو او ناروغانو درملنه کوي. دوی له هر ډول توپیر پرته له ټولو اړمنو سره مرسته کوي او د اړتیاو پر مهال لومړنۍ روغتیايي اسانتیاوې ورته برابروي. د افغاني سرې میاشتې مسئولینو، کارکوونکو، رضاکارانو او ټولو هغو هېوادوالو ته چې د سرې میاشتې ټولنې له لارې خپلې مرستې او بسپنې ناچاره او بېوزله کورنیو ته رسوي، د خدای تعالی په دربار کې د لا توفیق او ښو خدمتونو دعا کوم.
د تاریخ په اوږدو کې زموږ په ګران هېواد کې د بهرنیو یرغلونو، جګړو، دوامداره وچکالیو، طبیعي او غیر طبیعي افتونو، فقر او نورو ستونزو له امله زموږ یو شمېر هېوادوال او خصوصاً یتیمان، کونډې او بېوزله کورنۍ په ډېر غربت او مشقت کې ژوند کوي. اسلامي امارت د مسئول نظام په توګه خپلو شته امکاناتو ته په پام ټولو او په ځانګړي ډول مستحقو او اړمنو هېوادوالو ته د ژوند د اسانتیاو برابرول خپل مسئولیت بولي او تر خپله وسه یې دغه مسئولیت په ښه توګه اداء کړی دی.
اسلامي امارت د سرې میاشتې ټولنې د ټولو خیریه فعالیتونو، بشرپاله خدمتونو او هغو مرستو قدردانی کوي، چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې یې د اړتیا پرمهال د سېلابونو، زلزلو او نورو افتونو او پېښو پرمهال د زیانمنو شویو کسان او کورنیو سره کړي دي. د دوی هر اړخیز ملاتړ موږ خپل مکلفیت بولو او د لازمو همکاریو ډاډ ورکوو.
ملي تاجران او شتمن هېوادوال دې هم له افغاني سرې میاشتې ټولنې څخه خپلې مرستې او بسپنې نه درېغوي، نه دې خپلې مرستې ددې خيريه ملي ټولنې تر ځانګړې اونۍ پورې محدودوي، بلکې په دوامداره توګه دې د سرې میاشتې ټولنې لاسنیوی وکړي، ترڅو د طبیعي او غیر طبیعي پېښو زیانمنو، اړمنو او بې وسه هېوادوالو ته د هغوی پر وخت او ښه رسیدګي لا زیاته شي. خدای تعالی دې تاسو ته څو چنده د خپلو صدقو او مرستو د نېکو بدله او د سرې میاشتې محترم مسئولینو ته د لا ښه خدمت توفیق ورکړي.
و من الله توفیق
الحاج ملا محمد حسن اخند
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء
پیام سرپرست ریاست عمومی هلال احمر افغانی به مناسبت هفته مخصوص
الحمد لله الأکرم الذی أمرنا بالجود والکرم ثم الصلواة والسلام علی رسوله الكريم الذی أنفق و أتم، أما بعد: أعوذ بالله من الشیطن الرجیم - بسم الله الرحمن الرحیم {وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا (۸) إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللَّهِ لَا نُرِيدُ مِنْكُمْ جَزَاءً وَلَا شُكُورًا} [الدهر: ۸-۹]
ترجمه: و آنها (مؤمنان) به خاطر محبت خدا به مسکین، یتیم و اسیر غذا میدهند، میگویند: ما شما را فقط برای رضای خدا غذا میدهیم و از شما هیچ پاداش و تشکری نمیخواهیم.
هموطنان دلسوز و خیرخواه!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
جمعیت هلال احمر افغانی، بر اساس مکلفيت دینی، ملی و وظیفوی خود در سطح ملی و بین المللی اﺯ يک قرن بدينسو ، به ارائه خدمات بشردوستانه به نیازمندان و آسیبدیدگان، بدون تبعیض و تعصب پرداخته است .جمعیت هلال احمر افغانی یک نهاد مستقل ملی است و واحد بودجوی دولت نمیباشد، که اخیراً، بر اساس حکم شماره ۱۴۰۵ / ۳۴۰ مورخ ۲۵ / ۳ / ۱۴۴۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۳/۷/۷ هـ ش امیرالمؤمنین حفظه الله، این نهاد بار دیگر به عنوان یک نهاد مستقل و غیر دولتی محسوب گردیده، که هزینه تمامی فعالیتهای خیریه و بشردوستانه خود را از طریق عواید گمرکات، پاسپورت، کمکهای خیرین، شرکای کاری، عواید ملکیتهای خود و جمعآوری کمکها در جریان هفته مخصوص، تأمین مینماید.
جمعیت هلال احمر افغانی بخاطر رسيدگی به سیلاب زدگان، زلزله زدگان، بیجاشده گان از اثرحوادث طبیعی و غیر طبیعی، تداوی کودکان مبتلا به بیماری سوراخ قلب، ارائه خدمات صحی، تداوی و نگهداری بیماران در مراکز حمایت روانی، جمعآوری متگدیان به سطح شهرها و ارائه کمکهای نقدی به آنها و نگهداری صدها خانواده بیسرپرست در مرستونها؛ نیاز به حمایت و کمکهای افراد خیر در موارد فوق الذکر ميباشد . حمایت مادی و معنوی از این فعالیتها در حقیقت وظیفه دینی، ملی و اخلاقی خیرین و ثروتمندان کشور است، که با انجام آن میتوان رفاه این ملت رنج دیده و زجرکشیده را تضمین کرد.
هموطنان عزیز!
جمعیت هلال احمر افغانی امسال نیز مانند سالهای گذشته، از تاریخ ۲۴ میزان با خوانش پیام حمایتی امارت اسلامی افغانستان، هفته مخصوص برای جمع آوری کمکها و اعانات را در سطح کشور آغاز میکند، که در جریان این هفته، کارکنان، رضاکاران و اعضای مجامع ولایتی این نهاد خیریه ملی از تاجران ملی، دکانداران، مالکين وسایط نقلیه، کارمندان دولتی، دانشآموزان، محصلین و تمامی خیرین کشور از طریق فروش تکت ها، کمک را جمعآوری مینمایند. هموطنان خیرخواه، به ویژه قشر ثروتمند جامعه، میتوانند از این فرصت استفاده کرده و کمکهای خود را به صورت شفاف به نیازمندان، بیجاشدگان و آسیب دیدگان برسانند و از زندگی و کرامت انسانی آنها حمایت کنند.
امید است در این مدت مخصوص که از ۲۴ میزان تا ۲۴ عقرب ادامه دارد، با ارائه کمکها و اعانات خود، نیت نیک خود را در برابر هموطنان نیازمند و آسیبدیده نشان داده و وظیفه اسلامی و انسانی خود را اداء نموده اجر دنیا و آخرت را کسب نمائید!
با احترام
شیخ القرآن والحدیث شهاب الدین دلاور
سرپرست ریاست عمومي جمعیت هلال احمر افغانی