زابل ولايت کې ۱۵۴۶۰ کسانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي.

زابل ولايت کې ۱۵۴۶۰ کسانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي.
د افغاني سرې مياشتې روغتياپالانو د زابل ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې ۶۵۲۱ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ۲۸۶ تنو ټپیانو پانسمان، ۱۳۲۸ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ۶۳۴۳ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ۵۵۰ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ۴۳۲ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي هم ورکړې دي.