خبرتیا!
په پام کې ده افغاني سره میاشت د مرکزي دفتر اړوند کې د کابل مرستون ته څېرمه د دارالمجانین (لېونتون) د احاطې دېوال له نقشې او ځانګړنو سره سم داوطلبۍ ته وسپارې.
له ټولو هغو ودانیز شرکتونو، چې په اړونده برخه کې فعالیت ترسره کوي؛ غوښتنه کېږی، چې د تړون په موخه خپل وړانديزونه د افغاني سرې میاشتې ریاست ته وسپاري او خپله د خبرتیا له خپرېدو وروسته تر ۱۴ ورځو مراجعه وکړي، د ګډون کولو د حق پیسې ۱۰۰۰ افغانۍ دي، چې نغدې اخیسل کېږي.
پته: سیلو، افشار د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر