خوست؛ پر ۴۰۰ اړمنو مېرمنو ۴ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۵۴
K

سې شنبه، ۶ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې پر ۴۰۰ هغو اړمنو مېرمنو، چې د خوړو له کمښت سره مخ وې، د نغدي مرستو د لومړي پړاو په ترڅ کې ۴ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې.

یاده مرسته د سره صلیب نړیوالې کمېټې په ملاتړ چمتو شوې وه، چې له مخې یې هرې مېرمنې ۱۰ زره افغانۍ ترلاسه کړې.

دغه نغدي مرسته د اړمنو مېرمنو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د خوړو د کمښت د اغېزو د کمولو په موخه ووېشل شوه.

ټاکل شوې ده، چې د همدې پروګرام په دوام به په راتلونکو پنځو میاشتو کې هم یادو مېرمنو ته ورته نغدي مرستې ووېشل شي.

افغاني سره میاشت د خپلو کورنیو او نړیوالو کاري شریکانو په همکارۍ هڅه کوي، چې د خوړو له کمښت سره مخ اړمنو کورنیو ته پر وخت بشري مرستې ورسوي او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمنه ونډه واخلي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۸:۳۷
Background image

کندهار؛ ۴۰۰ زن نیازمند از ۴ میلیون افغانی کمک نقدی بهره‌مند شدند

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

۴۰۰ زن نیازمند در مرحله سوم کمک‌ها، از کمک نقدی به مبلغ ۴ میلیون افغانی که از سوی هلال‌احمر افغانی در ناحیه نهم شهر کندهار توزیع شد، بهره‌مند شدند.

این کمک که با. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۸:۱۵
Background image

هلمند؛ ورکشاپ چهار روزه ارتقای ظرفیت برای مدیران کنترول به پایان رسید

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

ورکشاپ آموزشی چهار روزه ارتقای ظرفیت برای مدیران کنترول ولایات هلمند، کندهار، ارزگان و زابل که از سوی هلال‌احمر افغانی در نمایندگی ولایتی هلمند برگزار شده بود، با. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۵۵
Background image

پکتیا؛ به ۲۰۰ خانواده بی‌جاشده داخلی کمک‌های غذایی توزیع شد

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

هلال‌احمر افغانی، به ۲۰۰ خانواده بی‌جاشده داخلی در ولسوالی ځاځي آریوب ولایت پکتیا، کمک‌های غذایی توزیع نمود.

این کمک که از سوی دهکده صلح آلمان فراهم شده بود، بر. . .

BACK TO NEWS