کابل؛ د سختو ورښتونو له امله ۳۴ زيانمنې کورنۍ له بېړنیو مرستو برخمنې شوې

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۸:۵۱
كابل

سې شنبه، ۱۹ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت په پنځو ولسوالیو (کلکان، فرزه، میر بچه کوټ، شکر دره، بګرامي) کې هغه ۳۴ کورنۍ، چې د سختو ورښتونو له امله زیانمنې شوې وې، له بېړنۍ بشري مرستې برخمنې شوې.

په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱ خېمه، ۶ کمپلې، ۲ ترپالونه، د پخلنځي د توکو ۱ سیټ او ۲ د اوبو بوشکې ورکړل شوې.

دا مرسته د زیانمنو هېوادوالو د لنډمهالې سرپناه د برابرولو او د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه تر سره شوه.

د طبیعي پېښو له امله زیانمنو هېوادوالو ته پر وخت رسېدګي او د هغوی لومړنۍ اړتیاوې پوره کول، د افغاني سرې میاشتې کاري وجیبه ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۸:۴۶
Background image

دایکندی؛ هزاران بیمار از خدمات صحی هلال احمر افغانی بهره‌مند شدند

پنج‌شنبه، ۲۲ شوال ۱۴۴۷ 

کارمندان صحی هلال‌احمر افغانی طی ۳۰ روز گذشته، در ولسوالی‌ها و قریه‌های مختلف ولایت دایکندی به ١٤٨٢ بیمار خدمات صحی مانند: توزیع ادویه، پانسمان زخم‌ها، تطبیق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۷
Background image

پنجشیر؛ به مشکلات صحی هزاران بیمار رسیدگی شده است

چهارشنبه، ۲۱ شوال ۱۴۴۷ 

کارمندان صحی هلال‌احمر افغانی طی ۳۰ روز گذشته، در ولسوالی‌ها و قریه‌های مختلف ولایت پنجشیر به ٢٦٤٧ بیمار خدمات صحی مانند: توزیع ادویه، پانسمان زخم‌ها، تطبیق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۳۷
Background image

پنجشير؛ د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

چهارشنبه، ٢١ شوال ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د پنجشير ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٦٤٧ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS