میدان وردګ؛ له ٢٧ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

دوشنبه، ۱ ربیعالأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په میدان وردګ ولایت کې له ۲۷ بېرونیو مشمولینو (اړمنو او سوالګرو) کورنیو سره ۱۳۳ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه، چې په کې د کورنیو د غړو شمېر له مخې ځینو ته د کورنۍ په سر ۵،۰۰۰ او ځینو نورو ته ۲،۰۰۰ افغانۍ د بانکي حسابونو له لارې حواله شوې.
دا ډول نغدي مرستې د افغاني سرې میاشتې له لوري په میاشتني ډول یادو اړمنو کورنیو ته ورکول کېږي.