د ګرځنده روغتیایي ټيمونو لپاره د ۳ عراده موټرو د کرایې کولو په پار د داوطلبۍ ناسته وشوه!

د ګرځنده روغتیایي ټيمونو لپاره د ۳ عراده موټرو د کرایې کولو په پار د داوطلبۍ ناسته وشوه!
نن دوشنبه د رمضان میاشتې پر ۱۷ مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د دې خيريه ملي ټولنې په مرکزي دفتر کې په ننګرهار او هرات ولایتونو کې د روغتيايي خدمتونو د رياست اړوند ګرځنده روغتیایي ټيمونو لپاره د ۳ عراده موټرو د کرایه کولو په پار د داوطلبۍ غونډه ترسره شوه.
یاده ناسته کې ۳ سوداګريزو، لوژستيکي او ترانسپورتي شرکتونو ګډون درلود، چې د نظارت او ارزونې د ټيم له لوري د اسنادو تر ارزونې او کره کتنې وروسته به یې قرارداد پر شرایطو برابر ګټونکي شرکت ته ورکړل شي.