د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د چين له سفير سره د بشري مرستو د پراختيا په موخه وکتل!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۱۳:۴۹
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د چين له سفير سره د بشري مرستو د پراختيا په موخه وکتل!

نن پنجشنبه د شعبان د میاشتې پر ۱۴مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د دې خیریه ملي ټولنې په مرکزي دفتر کې په کابل کې د چين له سفير ښاغلي ژاو شېنګ او د مل پلاوي سره د اړمنو د لاسنيوي په برخه کې د بشري مرستو د پراختيا او يو لړ نورو مهمو موضوعاتو په موخه ناسته وکړه.
سرپرست عمومي رئیس دوى ته تر ښه راغلاست ويلو وروسته د افغاني سرې مياشتې له لوري د ترسره کېدونکو بشرپالو فعاليتونو او خدماتو په اړه تفصيلي معلومات وړاندې کړل او چين  ته يې د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د چين د سره صليب له مسٸولينو سره خپلې ليدنې ګټورې يادې کړې او د دواړو لوريو ترمنځ يې ګډې همکارۍ او همغږۍ د اړمنو د لاسنيوي، د پېښځپلو ستونزو ته پر وخت د ځواب وينې او د زړه سوري ناروغانو د درملنې په برخه کې ضروري وبللې.
دا راز ښاغلي دلاور د افغاني سرې مياشتې له لوري د زړه سوري ناروغانو د درملنې په پار د ځانګړې جوړېدونکې شفاخانې لپاره د تخنيکي وسايلو او تجهيزاتو د چمتو کولو، په چين کې د زړه سوري ناروغانو د درملنې لپاره د زمينې برابرولو او په کابل کې ددې خيريه ملي ټولنې د مرکزي شفاخانې د نوي تعمير د رغولو په برخه کې له ياد پلاوي د همکارۍ غوښتنه هم وکړه.

ښاغلي ژاو شېنګ د افغاني سرې مياشتې د مشرتابه سره په ليدو خوښي وښوده او د بشري مرستو د دوام او د سرې مياشتې د ملاتړ په تړاو د ژمنتيا وړاندې کولو ترڅنګ يې ډاډ څرګند کړ چې دوى پام کې لري څو د ياد هېواد له لوري د يو تخنيکي ټيم تر راتګ او د زړه سوري ناروغانو د وضعيت تر ارزونې وروسته به په چين کې د يادو ناروغانو د درملنې زمينه هم برابره کړي.
 همدا راز ښاغلي سفير  زياته کړه چې په نزدې راتلونکي کې به د چين د سره صليب اجرايوي مشر افغانستان ته سفر وکړي او د دواړو لوريو ترمنځ به د ګډو همکاريو د پياوړتيا او بشري مرستو د پراختيا په برخه کې مهمې هوکړې وکړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۸:۱۷
Background image

به ۶۰۰ خانواده بی‌جاشده در پکتیا کمک‌های غذایی و غیرغذایی توزیع شد

سه‌شنبه، ۱۳ شوال ۱۴۴۷

هلال‌احمر افغانی به ۶۰۰ خانواده بی‌جاشده داخلی در ولسوالی ځاځي آریوب ولایت پکتیا، کمک‌های غذایی و غیرغذایی توزیع نمود.

در این کمک، به هر خانواده ۸ کیلوگرام شیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۸:۱۴
Background image

۱،۰۰۰ خانواده بی‌جا شده داخلی در خوست از ۱۵ میلیون افغانی بهره‌مند شدند

سه‌شنبه، ۱۳ شوال ۱۴۴۷ 

۱،۰۰۰ خانواده بی‌جاشده داخلی در ولسوالی علیشیر ولایت خوست، از کمک نقدی ۱۵ میلیون افغانی که از سوی هلال‌احمر افغانی توزیع شد، بهره‌مند شدند.

در این کمک، به هر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۸:۵۳
Background image

میدان وردک؛ به هزاران بیمار معاینه، ادویه و مشوره‌های صحی ارائه شده است

سه‌شنبه، ۱۳ شوال ۱۴۴۷

کارمندان صحی هلال‌احمر افغانی طی ۳۰ روز گذشته، در ولسوالی‌ها و قریه‌های مختلف ولایت میدان وردگ به ١٨٣٠ بیمار خدمات صحی مانند: توزیع ادویه، پانسمان زخم‌ها، تطبیق. . .

BACK TO NEWS