د افغاني سرې میاشتې د مقام د معاونیت لپاره نوی سلاکار معرفي شو!

د افغاني سرې میاشتې د مقام د معاونیت لپاره نوی سلاکار معرفي شو!
نن چهارشنبه د رجب میاشتې پر ۲۸ مه، د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن خپل نوی سلاکار ښاغلی مولوي هدایت الله فتاحي ددې خیریه ملي ټولنې د بېلابېلو رياستونو رئيسانو او کارکوونکو ته د یوې ناستې په ترڅ کې ور وپېژنده.
په همدې تړاو جوړې شوې غونډه کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال په خپلو څرګندونو کې د ادارې د چارو د ښه والي، پراختيا او کاري مسٸوليتونو په تړاو د هر اړخیزې وینا ترڅنګ د یاد سلاکار د علمي وړتیا په هکله مفصل معلومات وړاندې کړل او نوي ورسپارل شوي مسؤلیت کې یې له الله سبحان و تعالى څخه ورته د غوره خدمت کولو د توفیق غوښتنه وکړه.