هلمند ولايت کې ۱۳۵۲۸ ناروغانو ته روغتیایي خدمات!
هلمند ولايت کې ۱۳۵۲۸ ناروغانو ته روغتیایي خدمات!
د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د هلمند ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ۵۱۱۸ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ۱۷۶ تنو ټپیانو پانسمان، ۳۷۳۹ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ۲۷۴۹ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ۱۰۷۹ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ۱۵۱ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ۵۱۶ تنو مېرمنو ته يې د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.