‏د افغاني سرې مياشتې د ځانګړې اونۍ پرانيسته د يوې پرتمينې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۹:۳۳
خبرونه

‏د افغاني سرې مياشتې د ځانګړې اونۍ پرانيسته د يوې پرتمينې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه

سه شنبه د ربیع الآخر د میاشتې پر ۱۲مه، د افغاني سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ پرانيست غونډه ددې خیريه ملي ټولنې د سرپرست عمومي رئيس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د نوموړي مرستیال، د افغانستان اسلامـ.ـ.ـ.ـي اِمـ.ـ.ـ.ـ.ـارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست، د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې سرپرست، د کابل ولايت والي، د علومو اکاډمۍ مرستيال،  د ټولګټو چارو وزارت مرستیال، د اوبو او انرژۍ وزارت ستر سلاکار، د پاسپورټ لوى رياست رئيس، او ګڼو نورو امارتي او غیر امارتي ادارو مسئولینو، د مرستندویه بنسټونو استازو، کاري شریکانو، د مرکزي ریاست د بېلابېلو څانګو رئیسانو، آمرینو، کارکوونکو او رضاکارانو  په شتون کې ترسره شوه.
غونډه چې د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، په پيل کې د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو رئیس د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا ملاتړیز پیغام ګډونوالو ته واوروه، چې پکې له دې خیريه ملي ټولنې د ملاتړ ترڅنګ له مرستندویه بنسټونو، خيرپاله هېوادوالو او افغان سوداګرو غوښتل شوي وو، څو د افغاني سرې میاشتې له فعالیتونو مالي ملاتړ وکړي.
ورپسې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور ګډونوالو او مېلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ په خپلو خبرو کې وویل: " که قراني احکامو او نبوي لارښوونو ته ځیر شو، وبه وینو چې د بې وزلو او اړمنو وګړو پر لاسنیوي بار بار ټینګار شوی، افغاني سرې میاشتې دې برخې ته ځانګړې پاملرنه کړې او د نورو بشرپالو خدماتو ترڅنګ یې له تېرو څلو کلونو راهيسې د سوري زړه پر رنځ د اخته ناروغو ماشومانو درملنه پیل کړې، مونږ له نړيوالو کاري شريکانو او خيرپاله هېوادوالو هيله کوو څو دې برخه کې د افغاني سرې مياشتې مالي ملاتړ وکړي."
همدا ډول د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال ښاغلي عبدالسلام حنفي هم غونډې ته په خپله وینا کې وویل: " افغانستان د تېرو څو لسیزو جګړو، طبیعي پېښو او اقلیمي بدلون له امله سخت ځپل شوی او زیانمن شوي هېوادوال پراخ لاسنیوي ته اړتیا لري، د افغاني سرې میاشتې ځانګړې اونۍ یو فرصت دی، چې له لارې شتمن هېوادوال کولی شي د اړمنو، پېښځپلو او راسنتېدونکو کډوالو لاسنیوی وکړي، نوموړي له ټولو مرستندویه بنسټونو او خیرپاله هېوادوالو مننه وکړه، مننه وکړه، چې تل یې د افغاني سرې میاشتې له لارې د اړمنو او ناچاره هېوادوالو خدمت کړی.
غونډه د اختتامیې دعا په لوستلو سره پای ته ورسېده.
https://whatsapp.com/channel/0029VaRpinU11ulQIRqo7917

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۷:۵۳
Background image

۶۷۰ خانواده عودت‌کننده در ولایت ننگرهار، از ۵۲.۶ تُن کمک غذایی بهره‌مند شدند

یکشنبه، ۱۸ شوال ۱۴۴۷

 ۶۷۰ خانواده عودت‌کننده از پاکستان در ولسوالی چپرهار ولایت ننگرهار از ۵۲.۶ تُن کمک غذایی هلال‌احمر افغانی بهره‌مند شدند.

در این کمک، به هر خانواده ۷۸.۵ کیلوگرام. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۱
Background image

خوست؛ به ۵۴ رضاکار کیت‌های صحی توزیع شد

یکشنبه، ۱۸ شوال ۱۴۴۷

 هلال‌احمر افغانی، برای ۵۴ رضاکار زن و مرد در مرکز و ولسوالی‌های جاجى میدان و گربز ولایت خوست، کیت‌های صحی توزیع کرد که بر اساس آن، به هر رضاکار یک کیت توزیع شد.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۶
Background image

به ۱۱۰۰ خانواده بی‌جاشده داخلی در قندهار، ۱۶.۵ میلیون افغانی توزیع شد

یکشنبه، ۱۸ شوال ۱۴۴۷

هلال‌احمر افغانی، به ۱۱۰۰ خانواده بی‌جاشده داخلی در ولسوالی سپین‌بولدک ولایت کندهار، مبلغ ۱۶.۵ میلیون افغانی کمک نقدی توزیع کرد.

بر اساس این کمک، به هر خانواده،. . .

BACK TO NEWS