په تیرو څلور ویشت ساعتونو کې د افغاني سرې میاشتې فعالیتونه :
تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سرې میاشتې د فعالیتونو خبرونه:
کابل:
د بګرامیو ولسوالۍ په ګډون په مختلفو سیمو کې له ۶۴ سېلاب ځپلو کورنیو سره په ټولیزه توګه درې سوه او شل زره (۳۲۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوه.
تخار:
مرکز تالقان کې له ۳۰۰ اړمنو او پېښځپلو کورنیو سره د ۳۰۰ کارتنه خُرما او ۶۵ کیلو شین چای مرسته وشوه.
ننګرهار:
تېره یوه میاشت کې ۵۲۸ تنو داخلي او بېرونیو مشمولینو ته بشرپال خدمتونه وړاندې شوي.
کونړ:
ښوونیز مرکز کې د انګلیسي برخې له ۱۴ تنو زده کوونکو څخه آزموینه واخیستل شوه.
جوزجان:
د ثابت کلینیک او ګرځندو روغتیایي ټیمونو پر مټ په تېرو ۳۰ ورځو کې ۱۰۲۰۰ تنو ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي.