کابل؛ دیني عالمانو ته د نړیوال غورځنګ او ملي ټولنو د پېژندنې په اړه روزنیز ورکشاپ ترسره شو

arcs_website_admin
Thu, Aug 06 2026 4:27 PM
K

پنجشنبه، ۲۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د حقوقي ریاست په نوښت او د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ، په کابل کې یو شمېر دیني عالمانو ته د سرو میاشتو او سرو صلیبونو د نړیوال غورځنګ د بنسټیزو اصولو، د ملي ټولنو د نقش او د هغوی د بشري فعالیتونو په اړه یو ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو.

د ورکشاپ د پرانیستې پر مهال د افغاني سرې میاشتې د دعوت او ارشاد رئیس، شیخ الحدیث احمد نور حنیف، وویل چې افغاني سره میاشت د اسلامي او بشري ارزښتونو پر بنسټ بې‌ سرپرستو، اړمنو او د پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته بشري مرستې او اړین خدمات وړاندې کوي. هغه ټینګار وکړ چې دیني عالمان د بشرپالنې، همکارۍ او انساني ارزښتونو د ترویج، د عامه پوهاوي د لوړولو او د ټولنې د اخلاقي ارزښتونو د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لري.

په ورکشاپ کې ګډونوالو ته د سرو میاشتو او سرو صلیبونو د نړیوال غورځنګ د تاریخچې، اووه‌ ګونو بنسټیزو اصولو، نښانونو، د ملي ټولنو د بشري خدمتونو او فعالیتونو او د بشرپالنې د ارزښتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

Latest news

Thu, Aug 06 2026 7:54 PM
Background image

Logar: Hundreds of Families Received Public Awareness on Safe Water and Hygiene

Thursday, August 6, 2026

 

The ARCS conducted a public awareness program on safe water and hygiene for hundreds of families in different areas of Pul-e-Alam, the capital of Logar. . .

Thu, Aug 06 2026 7:12 PM
Background image

Balkh: Nearly 13 Tons of Food Items Distributed to 437 Vulnerable Families

Thursday, August 6, 2026

 

The ARCS distributed nearly 13 tons of food items to 437 vulnerable families in various districts of Balkh Province and several districts of Mazar-e-Sharif. . .

Thu, Aug 06 2026 4:38 PM
Background image

Nuristan: Over 35 Tons of Food Assistance Provided to 500 Flood-Affected Families

Thursday, August 6, 2026

 

The ARCS provided more than 35 tons of food assistance to 500 flood-affected families in Paroon City, the center of Nuristan Province.

The assistance was. . .

BACK TO NEWS