غزني کې د ورښتونو زیانمنې ۵۱ کورنۍ له بېړنۍ مرستې برخمنې شوې

arcs_website_admin
Thu, Apr 16 2026 6:34 PM
G

پنجشنبه، ۲۹ شوال ۱۴۴۷

د وروستیو ورښتونو له امله په غزني ولایت کې ۵۱ زیانمنې کورنۍ د افغاني سرې میاشتې د بېړنۍ بشري مرستې برخمنې شوې.

دغه مرسته د غزني ولايت د مرکز (غزني ښار) ترڅنګ په اووه ولسوالیو(جغتو، واعظ، خوګیاڼي، خواجه عمري، ګیرو، اندړ او قره باغ) کې پر زیانمنو کورنیو ووېشل شوه، چې له مخې يې هرې کورنۍ ته ۷ کمپلې، ۱ ترپال، د پخلنځي د توکو یو سیټ او ۲ د اوبو بوشکې ورکړل شوې.

همدارنګه، هغو ۲۶ کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړ ډول نړېدلي وو، يوه يوه خېمه هم ورکړل شوه.

افغاني سره میاشت د طبیعي پېښو پر مهال زیانمنو کورنیو ته پر وخت رسېدنه کوي او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپلې هڅې روانې ساتي.

Latest news

Thu, Apr 16 2026 8:22 PM
Background image

Logar: ARCS Vice President Reviews Progress of Construction Project

Thursday, April 16, 2026

 

During an official visit to Logar Province, the Vice President of the ARCS, Hafiz Azizur Rahman, inspected the construction work of the new administrative. . .

Thu, Apr 16 2026 7:22 PM
Background image

51 Rain-Affected Families Receive Emergency Assistance in Ghazni

Thursday, April 16, 2026

 

The ARCS provided emergency humanitarian assistance to 51 families affected by recent rainfall in Ghazni Province.

This assistance was distributed to. . .

Thu, Apr 16 2026 9:24 AM
Background image

Comprehensive Health Services Provided to Thousands of Patients in Faryab

Thursday, April 16, 2026

 

Medical staff of the ARCS have provided health services to thousands of patients across various districts and villages of Faryab Province over the past 30. . .

BACK TO NEWS