زابل ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۲۰۰ کورنیو ته د مرستو ویش پیل شو!

نن شنبه د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د سلواغې په ۹مه د زابل ولایت مرکز قلات کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۲۰۰ اړمنو کورنیو ته د MTNشرکت مرسته شوی ژمنی جمپرونه د زابل ولایت د سری میاشتی رییس محترم رحیم الله رحیمی په شتون کې وویشل شول.