تورخم عمري پنډغالي کې پر ۴۰ تنو کاریګرو د کار په بدل کې څلور سوه اتیا زره افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۲۲ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې له لوري د نړیوال فدراسیون په مالي همکارۍ د ننګرهار ولایت د تورخم په عمري پنډغالي کې د کار په بدل کې د پیسو پروژه کې ۴۰ تنو هغو کاریګرو ته چې د پنډغالي په پاکوالي، د خېمو نصبولو، نظم او له راستنېدونکو کډوالو سره د انتقالاتو برخه کې په کار بوخت دي؛ په ټوله کې څلور سوه او اتیا زره (۴۸۰،۰۰۰) افغانۍ ورکړل شوې، چې هر یو تن د يوې مياشتې د کار په بدل کې ۱۲،۰۰۰ افغانۍ ترلاسه کړې.
د یادونې وړ ده، چې تېره میاشت هم پر یادو کاریګرو د کار په بدل کې (۴۸۰،۰۰۰) افعانۍ وېشل شوې وې.