د افغاني سرې میاشتې ټولنې او کاري شریکانو ترمنځ د خوندي لاسرسي د لا پیاوړتیا په موخه ناسته ترسره شوه!

د افغاني سرې میاشتې ټولنې او کاري شریکانو ترمنځ د خوندي لاسرسي د لا پیاوړتیا په موخه ناسته ترسره شوه!
نن چهارشنبه د رمضان میاشتې پر ۱۲مه، د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملياتي مرستیال ښاغلي مولوي عبداللطیف ثابت، مرکزي رئیسانو، سره صلیب او د نړیوال فدراسیون د استازو ترمنځ د افغاني سرې میاشتې اړوند د خوندي لاسرسي د لا پیاوړتیا په موخه ګډه ناسته ترسره شوه.
ناسته کې ګډونوالو د خوندي لاسرسي د عمل په ټکو، د پلان په منظورۍ، د افغاني سرې میاشتې اړوند څانګو کې د بهران پر مدیریت او نشراتي ستراتېژۍ مفصل بحثونه ترسره کړل او د یادو مواردو د لا پیاوړتیا په موخه یې په ګډ کار ټینګار وکړ.