د افغاني سرې میاشتې او ترکیې هېواد د سرې میاشتې د رهبرۍ تر مینځ دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه!

arcs_website_admin
Sun, Apr 17 2022 8:36 AM
هلال احمر کشور ترکیه، در همکاری و تقویه جمعیت هلال احمر افغانی متعهد است

جمعه د روان ۱۴۰۱ لمریزکال د وري پر ۲۶ مه نېټه، چې د ۱۴۴۳ سپوږمییز کال د رمضان المبارک میاشتې له ۱۴مې نېټې سره سمون لري د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او ورسره مل پلاوي د روان سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد د سرې میاشتې له عمومي رییس ښاغلي ډاکټر کریم کینیک او د ترکېې د سرې میاشتې له اجرائیوی مرستیال او سکتر جنرال ښاغلي ابراهیم التان سره د یادې ټولنې په مرکزي دفتر کې دوه اړخیزه ناسته ترسره کړه .

په پیل کې ښاغلي ډاکټر کريم کینیک د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او ورسره مل پلاوي ته ښه رغلاست ووایه او د افغاني سرې میاشتې ټولنې له غوره کړنو او په کابل کې د ترکېې د سرې میاشتې له ټولنې او کارکونکو سره د غوره اړیکو او همغږیو ، شته ظرفیتونو، بشپړ شفافیت او کړنو مننه وکړه .

ښاغلي ډاکټر کریم کینیک ژمنه وکړه، چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې کړنې به په ملي او نړیواله کچه د لازیات اعتماد او باور د لاسته راوړو په موخه د نړیوالو ټولنو او ډونرانو تر غوږو رسوم او همدا راز به د جنیوا او ملګرو ملتونو د اعتماد د ترلاسه کولو لپاره ګډ کار وکړو ترڅو افغانی سره میاشت د نړیوالو اعتماد ترلاسه او په بشپړ قوت سره لا زیاتې بشرپالې مرستې هېوادوالو ته وړاندې کړي.

په مقابل کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د ترکيي هیواد د سرې میاشتې د رهبرۍ له بلنې او میلمه پالنې مننه وکړه او زیاته یی کړه:

مونږ له ترکېې هیواد سره تاریخی اړیکې لرو او ویاړو، چې د ترکېې هېواد مسلمانو ورونو خپله ورورولي ثابته کړې ده، چې ښه بېلګه ېې په دې ورستیو کې د ترکېې هېواد خیر پالو وکړو د نیکۍ ریل په نامه د ریل ګاډو په وسیله د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې دي، چې د زړه له کومې مننه ترې کوو.

همدارنګه مو د سفر په ترڅ کې د ترکېې سرې میاشتې د ډیبابېس سیستم، ګودامونو او فابریکو څخه لیدنه ترسره کړه، د ترکېې هېواد د سرې میاشتې له رهبرۍ څخه هیله مند یو، چې له افغاني سرې میاشتې سره د لوژستیک او تدارکاتو، د تولیدي فابریکو په جوړولو او عایداتي پروژو په برخو کې مالي او تخنیکي مرسته وکړي ترڅو افغانی سره میاشت هم پر خپلو پښو ودرېږي او بشرپالو مرستو ته لا پراختیا ورکړي.

به مقابل کې د ترکېې سرې میاشتې عمومی رییس ژمنه وکړه، چې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره به له هېڅ ډول همکاریو څخه سپما و نکړو او هڅه کوو ترڅو د اسلامي هماریو سازمان (oic) او نړیوال بانک و هڅوو، چې له افغاني سرې میاشتې سره په مستقیم ډول اړیکې ټینګې کړي.

په پای کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومی سرپرست رییس خپل احساسات او اندونه د ترکېې د سرې میاشتې ټولنې د یادونو په کتاب کې ثبت او ولیکل.

 

 

هلال احمر کشور ترکیه، در همکاری و تقویه جمعیت هلال احمر افغانی متعهد است

 

هلال احمر کشور ترکیه، در همکاری و تقویه جمعیت هلال احمر افغانی متعهد است

 

هلال احمر کشور ترکیه، در همکاری و تقویه جمعیت هلال احمر افغانی متعهد است

 

Latest news

Fri, Aug 14 2026 4:42 PM
Background image

Logar: Cash Assistance Provided to Families of Traffic Accident Victims

Friday, August 14, 2026

 

The ARCS provided cash assistance to three families in Logar Province whose vehicle, carrying their belongings, fell into a river in Laghman Province while. . .

Thu, Aug 13 2026 8:49 PM
Background image

Nangarhar: AFN 94,500 in Cash Assistance Provided to Families of Traffic Accident Victims

Thursday, August 13, 2026

 

The ARCS provided AFN 94,500 in cash assistance to the families of nine victims of a traffic accident in Nangarhar Province.

The assistance was provided. . .

Thu, Aug 13 2026 8:37 PM
Background image

Kunduz: Two Cash-for-Work Projects Launched

Thursday, August 13, 2026

 

The ARCS launched two cash-for-work projects in Kala Gaw and Boz Qandahari villages of Kunduz city, with financial support from the ICRC.

Through these. . .

BACK TO NEWS