کابل؛ د افغاني سرې میاشتې او نړیوالو کاري شریکانو ترمنځ د مالي سیستم د پیاوړتیا په اړه خبرې وشوې
سې شنبه، ۱۵ جمادی الأولى ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون، ناروې او ډنمارک سره صلیبونو او نړیوال مالي پراختیايي مرکز له استازو سره په ناسته کې د دغه مرکز د مالي خدمتونو په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو سربېره د افغاني سرې میاشتې د مالي سیستم د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.
شيخ الحديث دلاور د نړیوالو کاري شریکانو له دوامدارو همکاریو مننه وکړه او د مالي چارو د برېښنايي کولو پر اړتیا یې ټینګار وکړ. نوموړي وویل، د مالي سیستم عصري کول به د مالي چارو په چټکتیا، اسانتیا، حساب ورکونې او روڼتیا کې مهم رول ولري او د معاشونو د ورکړې، مرستو د تنظیم، لګښتونو د ثبت او د مالي همکاریو د مدیریت چارې به لا منظمې کړي.
د ناروې سره صلیب او نړیوال مالي پراختیايي مرکز استازو د خپلو مالي خدمتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې له ملي ټولنو سره د مالي سیستمونو د پراختیا، مالي مدیریت د ښه والي او اداري ظرفیت د پیاوړتيا په برخو کې همکاري کوي.
په پای کې دواړو لورو د مالي سیستم د پیاوړتیا او د مالي چارو د لا اغېزمن، منظم او شفاف مدیریت لپاره د ګډې همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ.
