د دنمارک د سره صلیب او سرې میاشتې نماینده او مسؤل بجرین د افغاني سرې میاشتې ټولنې له مرستیال ملا نورالدین ترابي سره ولیدل!
نن د روان ۱۴۰۰ لمريز کال د کب د میاشتې پر ۱۷مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال ملا نور الدین ترابي په خپل کاري دفتر کې د دنمارک د سره صلیب او سرې میاشتې نماینده او مسؤل ښاغلي بجرین سره وکتل.
د یاد ملاقات موخه د افغاني سرې میاشتې ټولنې او فدریشن لپاره په کابل کې د دنمارک د استازي په حیث د ارباب شکر معرفي کول وو.
بجرین وویل مونږ پخوا د ناروې د سره صلیب له طریقه خپل فعالیتونه پرمخ بیول اوس غواړو د کارونو د لا ښه تنظیم په موخه د خپل استازي ښاغلي ارباب شکر له لارې خپل فعالیتونه پرمخ یوسو.
نوموړي وویل: مونږ د افغانستان بشري حالت او فقر درک کوو او د مخنیوي لپاره یې خپلې هڅې کوو،
بجرین د دنمارک د سره صلیب له لوري د افغاني سرې میاشتې له مشرتابه څخه د شفافو کړنو او شفافیت ته د ژمنتیا په هکله مننه او ترڅنګ یې د سرې میاشتې سره د اوږد مهاله همکارۍ ژمنه وکړه او ویویل: چې زمونږ لنډمهاله پروژې به د اوږد مهاله پروژو د بشپړولو لپاره کار وکړي.
بجرین یو ځل بیا په خپلو خبرو کې د دنمارک د سره صلیب له همکارۍ او خواخوږۍ او د سرې میاشتې د مشرتابه د فساد په مقابل کې د عزم قدرداني وکړه او ویویل: چې مونږ به ستاسې شفافیت، کړنې او عزم ټولو ډونرانو ته ورسوو،
په پای کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال ملانورالدین ترابي د نوموړي د راتګ څخه مننه وکړه او ترڅنګ یې یو ځل بیا د سرې میاشتې په ټولو کړنو کې د هر اړخیزه شفافیت ډاډ ورکړ.