پکتیا؛ د اقتصادي خونديتوب په اړه پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۹:۵
P

شنبه، ۲۲ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په پکتیا ولایت کې د سویل ختیځ زون د شپږو نمایندګیو ( پکتيا، پکتيکا، خوست، غزني، لوګر او ميدان وردګ) د حوادثو او سروې مدیرانو او رضاکارانو لپاره د اقتصادي خونديتوب په اړه پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.

دغه ورکشاپ د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ جوړ شوی و چې ګډونوالو ته پکې د بشري خدمتونو پر مهال د اقتصادي خونديتوب پر اهمیت او اړوندو موضوعاتو روزنه ورکړل شوه. 

په ورکشاپ کې ګډونوالو ته د زده کړل شوو موضوعاتو د عملي پلي کولو په اړه هم لازمې لارښوونې وشوې، څو وکولای شي د خپلو دندو پر مهال ترلاسه شوې زده کړې او مهارتونه په اغېزمنه توګه وکاروي.

د ورکشاپ موخه د حوادثو او سروې مدیرانو او رضاکارانو ظرفیت لوړول او د اقتصادي خونديتوب په برخه کې د هغوی د پوهې او مسلکي مهارتونو پیاوړتیا وه.

د یاد ورکشاپ په پای کې ګډونوالو ته تصدیق‌ پاڼې هم ووېشل شوې.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۹:۴۸
Background image

پکتیا؛ ورکشاپ آموزشی پنج‌روزه در بخش مصئونیت اقتصادی به پایان رسید

شنبه، ۲۲ ربیع‌الاول ۱۴۴۸

ورکشاپ آموزشی پنج‌روزه در بخش مصئونیت اقتصادی، که از سوی هلال‌احمر افغانی برای مدیران حوادث و سروی و رضاکاران شش نمایندگی زون جنوب‌شرق (پکتیا، پکتیکا، خوست،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۷:۳۰
Background image

میدان وردک؛ به خانواده آسیب‌دیده از آتش‌سوزی کمک‌ عاجل صورت گرفت

شنبه، ۲۲ ربیع‌الاول ۱۴۴۸

هلال‌احمر افغانی، به یک خانواده در قریه زیبداغ میدان‌شهر، مرکز ولایت میدان وردک، که در اثر آتش‌سوزی متحمل خسارات مالی شده بود، کمک‌ عاجل ارائه نمود.

در این. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۲:۴۷
Background image

به مشکلات صحی هزاران بیمار در پکتیکا رسیدگی شده است

شنبه، ۲۲ ربیع‌الاول ۱۴۴۸

کارکنان صحی هلال‌احمر افغانی طی ۳۰ روز گذشته در ولسوالی‌ها و قریه‌های مختلف ولایت پکتیکا، به ۲۵۲۱۹ بیمار خدمات صحی شامل معاینه و توزیع ادویه، پانسمان زخم‌ها،. . .

BACK TO NEWS