کابل؛ د ځوانانو او رضاکارانو د پالیسۍ د وروستي کولو دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۰:۱۳
K

سې شنبه، ۱۱ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د ځوانانو او رضاکارانو ریاست له لوري، د ډنمارک سره صلیب په مالي ملاتړ، د ځوانانو او رضاکارانو د پالیسۍ د بیاکتنې، لا غني کولو او وروستي کولو په موخه دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

په ورکشاپ کې د ځوانانو او رضاکارانو ریاست د کارکوونکو ترڅنګ د سکرتر جنرال د پلان او پالیسۍ معاونیت، د اطلاعاتو او خپرونو، نړیوالو اړیکو، مرستونونو، روغتیايي خدمتونو او حقوقي چارو ریاستونو استازو ګډون کړی دی.

د ورکشاپ په پرانیسته کې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال د عملیاتي چارو مرستیال، مولوي روح‌ الله عبدالسلام وویل، چې د ځوانانو او رضاکارانو لپاره د یوې جامع او معیاري پالیسۍ جوړول به د هغوی د فعالیتونو په ښه تنظیم او د خدمتونو په اغېزمنه وړاندې کولو کې مهم رول ولري.

نوموړي ځوانان او رضاکاران د ملي ټولنې مهمه سرمایه وبلله او ویې ویل چې د رضاکارانه خدمتونو د معیاري کولو، د ساحوي اړتیاوو د پېژندلو او د فعالیتونو د ښه تنظیم لپاره د یوې روښانه او اغېزمنې پالیسۍ شتون اړین دی.

د ځوانانو او رضاکارانو ریاست رئیس، مولوي عارف‌الله منصور وویل چې د افغاني سرې میاشتې رضاکاران په لرې پرتو سیمو کې د پېښو له امله زیانمنو خلکو، راستنو شویو کډوالو او نورو اړمنو کورنیو ته د مرستو او خدمتونو په رسولو کې مهم رول لري.

هغه زیاته کړه چې د پالیسۍ د بیا کتنې پر مهال د رضاکارانو واقعي اړتیاوې، ساحوي تجربې او د افغاني ټولنې شرایط په پام کې نیول شوي، څو پالیسي د هېواد له ټولنیز او فرهنګي چاپېریال سره همغږې او په اغېزمنه توګه پلې شي.

د ډنمارک سره صلیب د مرکزي دفتر د ملي ټولنو د پراختیا کارپوه جېکوب، د پالیسۍ د بیا کتنې په برخه کې د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو هڅې وستایلې او ویې ویل چې د یوې جامع او اغېزمنې پالیسۍ د وروستي کولو لپاره د اړوندو ریاستونو او کارکوونکو نظرونه او تجربې مهمې دي.

نوموړي زیاته کړه چې د دوه ورځني ورکشاپ په ترڅ کې به ګډونوال د پالیسۍ بېلابېلې برخې وڅېړي او د خپلو تجربو او نظرونو پر بنسټ به د پالیسۍ د لا ښه والي لپاره وړاندیزونه شريک کړي، څو د رضاکارانو له اړتیاوو سره سمه او د پلي کېدو وړ پالیسي وروستۍ شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۶:۱۸
Background image

بلخ؛ ۳ میلیون و ۸۷۰ هزار افغانی به ۲۲۴ کارگر در مقابل کار توزیع شد

شنبه، ۲۰ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

هلال‌احمر افغانی، مبلغ ۳ میلیون و ۸۷۰ هزار افغانی را به ۲۲۴ کارگر مسلکی و غیرمسلکی در منطقه خیرآباد ولسوالی دولت‌آباد ولایت بلخ، در مقابل کار توزیع نمود.

بر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۵:۵۱
Background image

ننگرهار؛ در یک ماه گذشته، هزاران بیمار از خدمات صحی بهره‌مند شده اند

شنبه، ۲۰ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

کارکنان صحی هلال احمر افغانی طی ۳۰ روز گذشته در ولسوالی‌ها و قریه‌های مختلف ولایت ننگرهار، برای ۳۶۳۳۰ بیمار سراپا خدمات صحی از جمله معاینه، توزیع ادویه ضروری،. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۱۴:۴۶
Background image

کنر؛ پروژه دیوار استنادی به ارزش ۴ میلیون افغانی آغاز شد

جمعه، ۱۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

هلال‌احمر افغانی پروژه پول نقد در مقابل کار را به ارزش ۴ میلیون افغانی در قریه بیداد ولسوالی دانگام ولایت کنر آغاز نمود.

از طریق این پروژه، دیوار استنادی به. . .

BACK TO NEWS