د آلمان سولې کلي بنسټ: ۲۱۴ ناروغان په افغانستان او آلمان کې تر درملنې لاندې نيول کېږي

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۵۱
K

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، په مرکزي دفتر کې د المان سولې کلي خیریه بنسټ له مسؤولینو ښاغلي ین يسن، آغلې کلاوډیا پپمولر او مل پلاوي سره د اړمنو ناروغانو د درملنې او روغتیايي همکاریو د پراختیا په اړه وکتل.

په ناسته کې د هغو ناروغانو د درملنې پر بهیر خبرې وشوې، چې د یاد بنسټ په مالي ملاتړ په افغانستان کې دننه درملنه کېږي او یا د تخصصي درملنې لپاره المان ته استول کېږي.

 د سولې کلي مسؤولینو وویل، چې د دوی په مالي ملاتړ به ۷۹ ناروغان په المان او ۱۳۵ نور په افغانستان کې دننه تر درملنې لاندې ونیول شي.

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د بې‌ وزله کورنیو د ناروغو ماشومانو د درملنې، د قلبي روغتون لپاره د يو شمېر طبي وسايلو او د دوى ملاتړ د رامنځته شوي يوه ګرځنده روغتیايي ټیم د فعالیتونو په برخه کې د المان سولې کلي خیریه بنسټ د همکاریو مننه وکړه او د دغو همکاریو د لا پراختیا غوښتنه یې وکړه.

ښاغلي دلاور وویل، چې د زړه سوري لرونکي زرګونه ماشومان لا هم درملنې ته اړتیا لري. نوموړي زیاته کړه، افغاني سره میاشت هڅه کوي د خپل قلبي روغتون ترڅنګ یوه بله ودانۍ هم جوړه کړي، څو د جراحي عملیاتو ظرفیت لوړ او په یوه وخت کې تر ۲۵ د زړه سوري لرونکو ماشومانو ته د تخصصي درملنې زمینه برابره شي.

له بل لوري، د المان سولې کلي خیریه بنسټ مسؤولینو د افغاني سرې میاشتې روغتیايي او بشري خدمتونه وستایل او د ګرځنده روغتیايي ټیم او قلبي روغتون د خدمتونو د پیاوړتیا لپاره یې د ملاتړ کوونکو د جلب او په نورو روغتیايي او بشري برخو کې د همکاریو د دوام ژمنه وکړه.

دواړو لورو د اړمنو ناروغانو درملنې ته د لاسرسي د پراخولو، د تخصصي روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او د ګډو بشري پروګرامونو د دوام لپاره پر لا ډېرې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۵:۴۰
Background image

بنیاد دهکده صلح آلمان: ۲۱۴ بیمار در افغانستان و آلمان تحت تداوی قرار می‌گیرند

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

محترم شیخ‌الحدیث شهاب‌الدین دلاور، رئیس عمومی هلال احمر افغانی، و معاون ایشان، محترم حافظ عزیزالرحمن، در دفتر مرکزی این اداره با مسئولین بنیاد خیریه دهکده صلح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۴۶
Background image

پکتیکا؛ ۲.۶ تُن مواد غذایی به ۳۷ خانواده سیلاب‌زده توزیع شد

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

هلال احمر افغانی، ۲.۶ تُن مواد غذایی را به ۳۷ خانواده سیلاب‌زده در شهر شرنه مرکز ولایت پکتیکا و ولسوالی‌های متاخان، برمل و سروبی این ولایت توزیع نمود. 

این کمک که. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۵۵
Background image

خوست؛ ۷ تُن مواد غذایی به ۱۰۰ خانواده سیلاب‌زده توزیع شد

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸

 هلال احمر افغانی ۷ تُن مواد غذایی را به ۱۰۰ خانواده سیلاب‌زده در مرکز ولایت خوست و ولسوالی‌های جاجى میدان، باک، علیشير، صبرى، گربز، نادرشاه کوت، مندوزیو و تنی. . .

BACK TO NEWS