د کارموندنې خبرتيا!
Publish Date
Closing Date
Location
ننګرهار، پکتیکا، نیمروز، کابل، هرات
د دندې عنوان: روغتیايي مبلغ
اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه
د دندې ځای:ننګرهار، پکتیکا، نیمروز، کابل، هرات
د بست ډول: قراردادي
د بستونو شمېر: ۶
جنسیت: ذکور
کاري وخت: پوره ورځ
د معاش کچه: د افغاني سرې میاشتې د معاشونو له تګلارې سره سم
د بست کوډ نمبر : ننګرهار دوه بستونه ( HR@0285)، پکتیکا ( HR@0284)، نیمروز ( HR@0287)، کابل ( HR@0283) ، هرات ( HR@0286)
د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:
١۴۴۸/۲/۲۱
۱۴۰۵/۵/۱۴
2026/5/Aug
اصلي دندې او مسؤولیتونه
۱. روغتیا، عامه پوهاوی او روغتیايي زده کړې
• د عامې روغتیا وزارت (MoPH) له لارښوونو او ملي معیارونو سره سم په روغتیايي مرکزونو او ټولنه کې منظمې د روغتیايي زده کړو او عامه پوهاوي غونډې ترسره کول.
• د لاندې مهمو روغتیايي موضوعاتو په اړه د خلکو پوهاوی لوړول:
• شخصي حفظ الصحه او د لاسونو سم مینځل.
• د څښاک پاکې اوبه، حفظ الصحه، چاپېریالي روغتیا او سانیټېشن.
• تغذیه او د ماشومانو د تغذیې (IYCF) اساسي پیغامونه.
• د میندو، نویو زېږېدلو، ماشومانو او تنکیو ځوانانو روغتیا.
• د کورنۍ د تنظیم او روغتیا په اړه عامه پوهاوی.
• واکسیناسیون او د واکسین له لارې د مخنیوي وړ ناروغۍ.
• د ساري ناروغیو مخنیوی او د هغوی د نښو پېژندنه.
• د COVID-19 او نورو اپیدمیک او د خپرېدو وړ ناروغیو په اړه پوهاوی.
• د نس ناستې، حاد تنفسي انتاناتو (ARI)، ملاریا، نري رنځ (TB) او نورو عامو ناروغیو مخنیوی.
• د اړتیا په صورت کې د رواني روغتیا او رواني ټولنیز ملاتړ (MHPSS) اړوند پیغامونه.
۲. د ټولنې بسیج او د روغتیا په اړه عامه پوهاوی
• د روغتیايي خدمتونو د کارونې زیاتوالي لپاره ټولنه بسیج او هڅول.
• ناروغانو، د هغوی پالونکو او د ټولنې د غړو لپاره د ډله ییزو روغتیايي زده کړو غونډې تنظیمول.
• د اړتیا په صورت کې ناروغانو او د هغوی پالونکو ته انفرادي روغتیايي مشورې ورکول.
• د روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي او سالم ژوندانه د ترویج لپاره هڅې کول.
• د ملي روغتیايي کمپاینونو، واکسیناسیون او د ناروغیو د مخنیوي اړوند فعالیتونو ملاتړ کول.
• د ټولنې کې له روغتیايي رضاکارانو (CHVs)، سیمهییزو مشرانو او روغتیايي شوراګانو سره په همغږۍ د عامه پوهاوي غونډې او کمپاینونه تنظیمول.
۳. راجع کول (Referral) او تعقیب.
• طبي خدمتونو ته اړتیا لرونکي اشخاص پېژندل او په وخت سره مناسب روغتیايي مرکز ته راجع کول.
• ناروغانو او د هغوی پالونکو ته د راجع کولو پروسې او تعقیبي لیدنو په اړه معلومات ورکول.
• د پروژې د کړنلارو له مخې د راجع شویو ناروغانو د تعقیب ملاتړ کول.
۴. د روغتیا په اړه د عامه پوهاوي توکي
• د روغتیايي زده کړو پر مهال د تصویب شویو معلوماتي، ښوونیزو او چلند بدلون (IEC/BCC) مواد کارول.
• ډاډ ترلاسه کول چې معلوماتي مواد موجود، په مناسب ځای کې نصب او په سمه توګه کارول کېږي.
• د IEC/BCC موادو او نورو اړینو توکو د کمښت یا خرابوالي په اړه اړوند مسؤول ته راپور ورکول.
۵. راپور ورکول او اسناد
• د عامه پوهاوي د ټولو فعالیتونو راپورونه ثبت او ساتنه یې کول.
• ورځني، اونیز او میاشتني راپورونه چمتو کول او اړوند مسؤول ته سپارل.
• د روغتیايي زده کړو په غونډو کې د ګډونوالو د حضور او ثبت اسناد ساتل.
• د اړتیا په صورت کې د روغتیايي عامه پوهاوي احصایوي معلومات ترتیبول او اړوند مسؤول ته سپارل.
۶. همغږي
• له ډاکټرانو، نرسانو، قابلو، د تغذیې کارکوونکو، WASH کارکوونکو، د ټولنې روغتیايي کارکوونکو (CHWs) او ګرځنده روغتیايي ټیمونو سره نږدې همغږي درلودل؛ څو د روغتیايي عامه پوهاوي فعالیتونه په ګډه او اغېزمنه توګه ترسره شي.
• په غونډو، روزنیزو پروګرامونو او نظارتي لیدنو کې ګډون کول.
• د روغتیايي کمپاینونو او بیړنیو روغتیايي غبرګونونو په پلي کولو کې مرسته کول.
۷. حساب ورکونه (Accountability)
• مستحقینو ته د شکایتونو او نظریاتو د وړاندې کولو د میکانیزمونو په اړه معلومات ورکول.
• ډاډ ترلاسه کول چې د حساب ورکونې اړوند معلوماتي مواد په روغتیايي مرکزونو کې فعال او د لیدلو وړ وي.
• شکایت، اندېښنې او خوندیتوب (Protection) اړوند موضوعاتو په اړه اړوند مسؤول ته راپور ورکول.
• د ادارې لاندې تګلارې رعایت کول:
• د چلند اصول (Code of Conduct)
• د ماشوم ساتنې پالیسي (Child Protection Policy)
• د جنسي استثمار او ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي پالیسي (PSEA)
• د فساد او درغلۍ ضد پالیسي (Anti-Fraud and Anti-Corruption Policy)
• د ټولو مراجعینو محرمیت، مسلکي چلند او درناوی په پام کې نیول.
د دندې شرایط:
زده کړې
• له نرسنګ یا نورو طبي برخو څخه فارغ وي او د ایکزیټ ازموینه یی په بریالیتوب سره تیره کړې وي.
کاري تجربه
• لږ تر لږه یو (۱) کال د روغتیايي عامه پوهاوي، ټولنیزې روغتیا، لومړنیو روغتیايي خدمتونو (PHC) یا عامې روغتیا په پروګرامونو کې د کار تجربه درلودل.
• د روغتیايي زده کړو او چلند بدلون د اړیکو (BCC) د غونډو ترسره کولو تجربه درلودل.
• د ټولنې پر بنسټ روغتیايي پروګرامونو کې تجربه لرل امتیاز ګڼل کېږي.
ژبې
• په پښتو او دري ژبو بشپړ تسلط درلودل.
• د انګلیسي ژبې ابتدایي پوهه امتیاز ګڼل کېږي.
اساسي وړتیاوې (Core Competencies)
• غوره اړیکه نیونه او خپلمنځي مهارتونه.
• د روزنې او عامه وینا قوي وړتیا درلودل.
• له بېلابېلو ټولنو سره د اغېزمن کار کولو وړتیا درلودل.
• د روغتیايي مشورو او عامه پوهاوي ښه مهارتونه درلودل.
• په خپلواکه توګه او د څو مسلکي ټیمونو په چوکاټ کې د کار کولو وړتیا درلودل.
• د تنظیم، راپور ورکولو او اسنادو ساتلو ښه وړتیا درلودل.
• ټولنیزو او کلتوري ارزښتونو درناوی او بشري اصولو ته ژمن اوسېدل.
• لرې پرتو او له خدمتونو محرومو سیمو ته د سفر او کار کولو چمتووالی درلودل.
ګرانو کاندیدانو!
د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.
برېښنا لیک:
hr@arcs.af
د اړیکې شمېره:
0701436832
یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله اسناد د منلو وړ نه دي.