ننګرهار؛ ۱۱۴۰ زلزله ځپلې کورنۍ د نږدې ۱۷۵ ټنه خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۸:۵۳
ننګرهار؛ ۱۱۴۰ زلزله ځپلې کورنۍ د نږدې ۱۷۵ ټنه خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۱۷ رجب ۱۴۴۷
د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې له ۱۱۴۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په هدایت، ۱۷۴.۹۹۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.
یاده مرسته چې د ترکیې سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته اوړه، غوړي، وریژې، بوره، لوبیا، شین چای مالګه او بیسکټ ورکړل شول، چې په ټوله کې ۱۵۳.۵ کیلو کېږي.
سربېره پر دې، هرې کورنۍ یوه د روغتیا ساتنې بسته هم ترلاسه کړه.
دا مرسته له یادو کورنیو سره د بېړنیو او ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شوه.
د یادونې وړ ده، چې له هرې کورنۍ سره د ۱۳ زره افغانیو په ارزښت یاده مرسته ترسره شوه، چې نږدې ۱۵ میلیونه افغانۍ کېږي.
کوم ځای کې چې زلزله زیانونه واړوي، هلته افغاني سره میاشت تر هر چا وړاندې د زیانمنو شوو خدمت او لاسنیوي ته ځان رسوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۷:۵۲
Background image

بیش از ۷ تُن کمک غذایی آذربایجان به هلال‌احمر افغانی سپرده شد

پنجشنبه، ۱۶ رمضان ۱۴۴۷
الهام محمدوف، سفیر آذربایجان در افغانستان، ۱۵۰ بسته مواد غذایی را به‌منظور حمایت از خانواده‌های نیازمند و بی‌سرپرست، در دفتر مرکزی هلال‌احمر افغانی به محترم شیخ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۷:۲۷
Background image

کمک‌های رمضانی در کابل؛ برای ۳۰۰ خانواده نیازمند مواد غذایی و غیرغذایی توزیع شد

پنجشنبه، ۱۶ رمضان ۱۴۴۷
 هلال‌احمر افغانی در مرستون مرکزی کابل، برای ۳۰۰ خانواده نیازمند و بی‌بضاعت، انواع مواد غذایی و غیرغذایی توزیع کرد.
این کمک‌ها در حضور محترم شیخ‌الحدیث شهاب‌الدین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۸:۳۷
Background image

به مناسبت ماه مبارک رمضان؛ به ۴۰۰ خانواده نیازمند در لغمان خرما توزیع شد

پنجشنبه، ۱۶ رمضان ۱۴۴۷
از سوی هلال‌احمر افغانی، به مناسبت ماه مبارک رمضان، ۱.۶ تن خرما برای ۴۰۰ خانواده نیازمند و بی‌بضاعت در ولایت لغمان توزیع شد.
این کمک که از سوی مرکز کمک‌های. . .

BACK TO NEWS