نیمروز؛ له ایران څخه سلګونو راستانه شوو کډوالو ته خواړه او روغتیایي خدمتونه وړاندې شول

چهارشنبه، ۶ محرم الحرام ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو او رضاکارانو له لوري نیمروز کې له ایران څخه پر راستانه شوو کډوالو ۷۰۰ خوراکه پاخه خواړه او د څښاک اوبه ووېشل شوې.
همدا راز سيمه کې د ګرځنده روغتیایي ټیم له لوري هم سلګونو کډوالو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې شول.