باميان ولايت کې ٦٤٢٢ تنو ته روغتیایي خدمات!

باميان ولايت کې ٦٤٢٢ تنو ته روغتیایي خدمات!
د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د باميان ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ٢١٣٤ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ١١٠ تنو ټپیانو پانسمان، ٣٨٢ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ٣٣٣٥ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ١٨٧ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ١١٨ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ١٥٦ تنو مېرمنو ته يې د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.