د افغاني سرې میاشتې کارکوونکو ته د پېښو  پر وړاندې د چمتووالي ښوونیز ورکشاپ ورکړل شو!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۸:۱۹
سره میاشت

د افغاني سرې میاشتې کارکوونکو ته د پېښو  پر وړاندې د چمتووالي ښوونیز ورکشاپ ورکړل شو!

نن چهارشنبه د شعبان میاشتې پر ۲۰مه، د افغاني سرې میاشتې د مرکزي دفتر او سیمه ییزو زونونو رئیسانو او يو شمېر کارکوونکو ته د نړیوال فدراسیون په مرسته له پېښو وړاندې د چمتووالي، د پېښو د ګواښونو د کموالي، د پېښو پر وړاندې د مبارزې او ځواب وینې، بودیجې موندلو او د اسلام مبارک دین له نظره د پېښو پر وړاندې د چمتووالي د ارزښت په برخه کې ۴ ورځنى ورکشاپ د هوا پېژندنې، چاپيریال ساتنې، پېښو پر وړاندې د مبارزې، نړیوال فدراسیون، کډوالۍ نړیوال سازمان او یونیسف ادارو د استازو په شتون کې پای ته ورسېد.
د ورکشاپ په وروستۍ ورځ په عملیاتي چارو کې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال مرستیال ښاغلي مولوي عبداللطيف ثابت په خپلو خبرو کې دا ډول ورکشاپونه له پېښو وړاندې او وروسته د اغېزمنو فعالیتونو ترسره کولو، د طبیعي او غیرې طبیعي پېښو زیانمنو ته د رسېدنې او زیانونو کمولو  برخه کې اغېزناک وبلل. 
همدا ډول ښاغلي مولوي ثابت له نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتنه وکړه، څو له افغاني سرې میاشتې سره د یو داسې سیستم په رامنځته کولو کې مرسته وکړي چې د ځينو پېښو د رامنځته کېدو برخه کې له وړاندې د معلوماتو وړاندې کولو ظرفیت ولري، څو له پېښو او زیانونو مخنیوی وشي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۵:۳
Background image

رهبری هلال‌احمر افغانی با مسؤلین ریاست‌های مرکزی جلسه مشورتی برگزار نمود

پنجشنبه، ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۷
جلسهٔ مشورتی، شیخ‌الحدیث شهاب‌الدین دلاور رئیس عمومی هلال احمر افغانی، معاون ایشان حافظ عزیزالرحمن و مولوی روح‌الله عبدالسلام معاون عملیاتی سکرتر جنرال، با. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۹:۲۰
Background image

کندها‌ر؛ به ۵۰۰ زن و کودک دچار سوءتغذیه کمک نقدی توزیع شد

چهارشنبه، ۱۵ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷
هلال احمر افغانی در اولین مرحله، مبلغ پنج میلیون (۵,۰۰۰,۰۰۰) افغانی کمک نقدی را برای ۵۰۰ زن و کودک دچار سوءتغذیه در ولایت کندهار توزیع کرد که به هر خانواده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۸:۲۲
Background image

نزدیک به ۱۶ میلیون افغانی برای دهاقین نیازمند در بغلان توزیع شد

چهارشنبه، ۱۵ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷
هلال احمر افغانی، در مجموع پانزده میلیون و شش‌صد و بیست‌وپنج هزار (۱۵,۶۲۵,۰۰۰) میلیون افغانی کمک نقدی را برای ۶۲۵ دهقان آسیب‌دیده از خشکسالی در ولسوالی. . .

BACK TO NEWS