لغمان ولایت کې ۱۰۶۷۳ اړمنو وګړو ته روغتیایي خدمات ترسره شوي!
لغمان ولایت کې ۱۰۶۷۳ اړمنو وګړو ته روغتیایي خدمات ترسره شوي!
د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د تېرو ۳۰ ورځو په لړ کې د لغمان ولایت په بېلابېلو سيمو کې د یادو ناروغانو له جملې د ۳۶۳۴ تنو معاینات او درملنه، ۱۲۴ تنو ته پانسمان او ۱۴۰۸ ته مختلف واکسینونه تطبیق کړي، همدا ډول ۷۴۳ مېرمنو ته له ولادت وړاندې او وروسته لازمې روغتیایي مشورې، ۱۹۶ خوار ځواکو ماشومانو ته اړین خوراکي توکي او ۴۵۶۸ تنو ته يې د روغتیا ساتنې په برخه کې عامه پوهاوی هم ورکړى دى.