لوګر ولایت کې پر اړمنو بزګرانو کیمیاوي سره ووېشل شوه!
لوګر ولایت کې پر اړمنو بزګرانو کیمیاوي سره ووېشل شوه!
د افغاني سرې میاشتې له لوري نن دوشنبه د رجب د میاشتې پر ۵مه، د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بېلابېلو کلیو پر ۱۹۴ اړمنو او بېوزلو بزګرانو ۹.۷ ټنه کیمیاوي سره ووېشل شوه.
یاده مرسته چې د ترکمنستان هېواد له لوري چمتو شوې وه؛ هرې کورنۍ ته یوه بوجۍ ۵۰ کیلویي کیمیاوي سره ورکړل شوه.