هرات!
نن د ربيع الثاني پر ٢٦مه د افغاني سرې میاشتې له لورې د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ په اړوندو کلیو کې ٦٢ ټنه د خوراکي توکو مرسته پر ۱۰۰۰ زلزله ځپلو کورنيو ووېشل شوه.یاده مرسته چې د ملک سلمان خيريه بنسټ لخوا چمتو شوې وه هرې کورنۍ ته ٦٢ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې په کې اوړه، وریژې، غوړي، لوبیا، بوره او خرما شامل وو.