کابل!
افغاني سرې میاشتې نن د رجب پر ۲۲مه د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۳ ماشومان پلازمېنه کابل کې د درملنې په موخه الحیات او باسط روغتونونو ته ور وپېژندل. د یادونې وړ ده، چې افغاني سرې میاشتې له تېرو ۵ میاشتو راهیسې بېلابېلو روغتونونو ته د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۶۶۹ ماشومان ورپېژندلي، چې د درملنې لګښت یې ټول افغاني سرې میاشتې په غاړه اخستى.