ننګرهار!
د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د هدایت په اساس د یادې ټولنې د ختيځ زون عملياتي آمر محترم عصمت الله کمالي ، د ننګرهار د نمايندګۍ رياست رئيس محترم ميا نجم الدين هلال او د مرکزي رياست غړو په شمول ګډ پلاوي د ننګرهار ولايت دولتزیو فاميلۍ د مشرانو او عوامو له لورې د وقف شوې اته نمرو ځمکې اسناد امضاء او د ننګرهار نمایندګۍ رئیس ته وسپارل شو. په وقف شوې اته نمرې ځمکه باندې به د افغاني سرې مياشتې له لورې ډیر ژر کار پيل او د عامو وګړو لپاره به د روغتیا په برخه کې د خير مصدر وګرځي.