لوګر
د کارکونکو ظرفیت لوړاوی د افغاني سرې میاشتې په کاري اډانه کې ځای لري، په همدې تړاو د جمادي الاولی په ۱۱مه د افغاني سرې مياشتې له لورې په لوګر ولایت کې کارکوونکو لپاره د افغاني سرې مياشتې او نړيوال غورځنګ د پيژندنې، تاريخچې، اصولو، اداري چارو او د کارکوونکو د طرز سلوک تر عنوان لاندې درې ورځنې ورکشاپ پیل شو. د يادونې وړ ده چې دا روزنيز ورکشاپ به دوه ورځې نور هم دوام وکړي.