کابل؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د ځاځي اریوب له قومي مشرانو سره وکتل

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۰:۳۷
K

دوشنبه، ۲۱ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس په مرکزي دفتر کې د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو سره په کتنه کې د یادې ولسوالۍ د اړمنو، بې‌ وزلو، داخلي بې‌ ځایه شویو او راستنو شويو کډوالو کورنیو ستونزې او اړتیاوې واورېدې.

په دې کتنه کې قومي مشرانو د خپلې سیمې د زیانمنو کورنیو د وضعیت او بېړنیو اړتیاوو په اړه معلومات وړاندې کړل او د هغوی د ستونزو د حل او لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې د افغاني سرې میاشتې د هر اړخيزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د هغوی د ستونزو او غوښتنو له اورېدو وروسته وویل، چې دغه ټولنه د خپلو بشري فعالیتونو په ترڅ کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له اړمنو او زیانمنو کورنيو سره مرستې کوي. نوموړي ډاډ ورکړ، چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د ځاځي اریوب ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزو او غوښتنو ته د رسېدنې هڅې وکړي.

د کتنې په پای کې قومي مشرانو د افغاني سرې میاشتې د بشري فعالیتونو ستاینه وکړه او د یادې ولسوالۍ له زیانمنو او بې‌ وزلو کورنیو سره یې د مرستو پر دوام ټینګار وکړ.

افغاني سره میاشت د هېوادوالو د اړتیاوو د درک او اړمنو خلکو د ملاتړ په موخه هڅه کوي، چې د خپلو بشري امکاناتو په چوکاټ کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې زیانمنو کورنیو ته اړینې مرستې ورسوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۱:۳۸
Background image

کابل؛ رئیس عمومی هلال‌احمر افغانی با بزرگان قومی ولسوالی جاجى اریوب دیدار نمود

دوشنبه، ۲۱ جمادی‌الأولى ۱۴۴۸

شيخ الحديث شهاب الدين دلاور رئیس عمومی هلال‌احمر افغانی طی دیداری با شماری از بزرگان قومی ولسوالی جاجى اریوب ولایت پکتیا، در دفتر مرکزی این اداره، مشکلات و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۰:۳۹
Background image

کابل؛ ورکشاپ سه‌روزه آموزش ترینران (TOT) آغاز شد

دوشنبه، ۲۱ جمادی‌الأولى ۱۴۴۸

ورکشاپ سه‌روزه آموزش ترینران(TOT) برای شماری از کارکنان دفتر مرکزی جمعیت هلال‌احمر افغانی و مدیران نشرات هفت زون ساحوی آغاز شد که هدف آن، ارتقای ظرفیت‌های. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۳:۵۷
Background image

نیمروز؛ به ارزش ۱.۴ میلیون افغانی کمک‌های معیشتی به ۵۰ خانواده عودت‌کننده توزیع شد

یک‌شنبه، ۲۰ جمادی‌الأولى ۱۴۴۸

هلال‌احمر افغانی به ارزش ۱.۴ میلیون افغانی، کمک‌های نقدی و مواد مورد نیاز را به ۵۰ خانواده عودت‌ کننده در شهر زرنج، مرکز ولایت نیمروز، به‌منظور راه‌اندازی. . .

BACK TO NEWS