کابل؛ د مالي محاسبې او لارښود په اړه ۱۵ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳
 K

چهارشنبه، ۱۷ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د مالي ریاست په نوښت او په افغانستان کې د ناروې سره صلیب په مالي ملاتړ، د ختیځ، شمال‌ لویدیځ مرکزي او سویل‌ ختیځ سیمه‌ ییزو زونونو او اړوندو نمایندګیو ۲۶ تنو د مالي او عوایدو مدیرانو ته د «مالي محاسبې او مالي لارښود» تر سرلیک لاندې ۱۵ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

د ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې د مالي چارو رئیس ښاغلي حافظ شبیر احمد عثماني د ادارو په چارو کې د مالي مدیریت د اهمیت په اړه خبرې وکړې او له ګډونوالو یې وغوښتل چې خپلې مالي چارې د مالي سیستم، اصولو او اړوندو لارښودونو له مخې په منظم، مسلکي او شفاف ډول ترسره کړي.

نوموړي همدا راز د مالي چارو په برخه کې د رامنځته کېدونکو ستونزو پر حل ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د جدي ستونزو د حل لپاره دې موضوعات له مرکزي دفتر سره شریک شي، څو په اړه یې لازم اقدامات ترسره شي.

په دغه ۱۵ ورځني روزنیز ورکشاپ کې به ګډونوالو ته د مالي مدیریت د پیاوړتیا، حساب‌ ورکونې د ظرفیت لوړولو، د مالي اصولو او سیستمونو د ښه پېژندنې او د مالي لارښود د اغېزمن تطبیق په برخو کې معلومات او عملي زده‌ کړې وړاندې شي.

تمه ده چې د ورکشاپ له بشپړېدو سره د ګډونوالو د مالي مدیریت او حساب‌ ورکونې ظرفیتونه پیاوړي او د مالي اصولو او سیستمونو په پلي کولو کې د هغوی مسلکي وړتیاوې لا لوړې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۱۶
Background image

کابل؛ د کونړ نماینده ګۍ د رغنیزو چارو لپاره د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه

چهارشنبه، ۱۷ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د کونړ ولایت په نمایندګۍ کې د څوکیدار خونې، پخلنځي او تشنابونو د رغنیزو چارو د ترسره کولو په موخه په مرکزي دفتر کې د داوطلبۍ ناسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۱۲
Background image

کونړ؛ د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال پروژه پیل شوه

چهارشنبه، ۱۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ په بحرآباد کلي کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال د جوړولو پروژه پیل شوه.

د دغې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۲:۵۴
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله ۹ زیانمنو کورنیو ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

چهارشنبه، ۱۷ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د فیض‌ آباد ولسوالۍ په بالا مردیان کلي کې هغو ۹ کورنیو ته چې د اورلګېدنې له امله ورته مالي زیانونه اوښتي وو،. . .

BACK TO NEWS