به کاپيسا ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۲۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرستو په لړۍ کې داځل د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د کب د میاشتې په ۱۸ نېټه د کاپيسا ولایت د تګاب او اله سای ولسوالیو ۲۰۰ بېځایه شوو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري کی ۹ قلمه خوراکي توکي چې په کې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لېتره غوړي،۷ کیلو لوبیا، ۷ کیلو نخود ، ۷ کیلو دال، ، ۵ کیلو بوره، یوه کیلو شین چای او ۲ کیلو مالګه شامله وه د کاپیسا ولایت د سرې میاشتې رئیس محترم مولوی مطیع الرحمن (ضیا)، کارکونکو او رضاکارانو په شتون کي ووېشل شول. یاده مرسته د آلمان د سولې کلي موسسي له لوري شوي وه.
هیره د نه وي چې د روان ۱۴۰۰ لمريز کال د کب د میاشتې پر ۱۵ نېټه په یاد ولایت کې ۳۵۰ کورنیو ته د المان د سولې کلي موسسې مرسته هم ترسره شوې وه.
