پکتیا کې له داخلي بېځایه شوو کورنیو سره نږدې ۱۰ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۲
a

پنجشنبه، ۲۷ جمادی الآخره ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د پکتیا ولایت په ډنډِ پټان او ځاځي آریوب ولسوالیو کې له ۶۶۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو سره نهه میلیونه او نهه سوه زره (۹،۹۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وکړه، چې هرې کورنۍ ته ۱۵ زره افغانۍ ورکړل شوې.
تمه ده، چې دغه نغدي مرسته د یادو کورنیو لپاره د ورځنیو او بېړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمنه تمامه شي.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم په یادو ولسوالیو کې پر ۶۰۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو ۹ میلیونه افغانۍ وېشل شوې وې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۶:۲۹
Background image

راستنېدونکي کډوال او لومړنۍ اړتیاوې؛ بادغیس کې ۱۰۰۰ کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۵ رجب ۱۴۴۷
د بادغیس ولایت په مرکز، بالامرغاب او غورماچ ولسوالیو کې له ۱۰۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په هدایت،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۶:۲۲
Background image

له زلزلې وروسته د ژمي ساړه؛ بلخ کې ۶۵۰ زلزله ځپلو کورنيو ته ژمني توکي ورکړل شول

پنجشنبه، ۲۵ رجب ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بلخ ولایت د مرکز مزار شریف ښار په اړوندو ناحیو کې له ۶۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د بېلابېلو ژمنیو توکو مرسته وشوه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۴:۵۵
Background image

کډوالو سره دوامداره مرستې؛ نیمروز کې پر۱۰۰۰ کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل شول

پنجشنبه، ۲۵ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په لارښوونه، د نیمروز ولایت د مرکز زرنج په ګډون په څلورو (دلارام، خاشرود، کنګ، چخانسور) ولسوالیو کې پر. . .

BACK TO NEWS