کابل؛ د افغاني او قطر سرو میاشتو ترمنځ د بشري همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وشو

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۷
K

سې‌ شنبه، ۴ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې مرستیال حافظ عزیزالرحمن په افغانستان کې د قطر سرې میاشتې له مشر ښاغلي بها النجومي سره تعارفي ناسته وکړه او د دواړو ملي ټولنو ترمنځ یې د بشري همکاریو د پیاوړتیا پر اهمیت خبرې وکړې.

حافظ عزیزالرحمن د قطر سرې میاشتې مشر ته د ښه راغلاست ترڅنګ د نوموړي د بشردوستانه خدمتونو د پراخې تجربې یادونه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې له خپلې تجربې څخه په استفادې سره به د افغانستان لپاره د بشري مرستو د جلب او د اړمنو خلکو د ملاتړ په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي. نوموړي همدارنګه د قطر سرې میاشتې د مخکني مشر بشردوستانه خدمتونه او له افغاني سرې میاشتې سره د هغه د همکاریو هڅې د قدر وړ وبللې.

ښاغلي النجومي له افغاني سرې میاشتې سره د قطر سرې میاشتې د همکاریو پر دوام خوښي څرګنده کړه او د بشردوستانه خدمتونو د لا پراختیا لپاره یې د ګډ کار پر اهمیت ټینګار وکړ.

په ناسته کې د دواړو ملي ټولنو ترمنځ د بشري همکاریو د پیاوړتیا، د اړمنو خلکو د ملاتړ او په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو د پراختیا په اړه هم خبرې وشوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۸:۲۴
Background image

کندهار؛ ۴۰۰ اړمنو مېرمنو ته ۴ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

سې‌ شنبه، ۴ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ښار د نهمې ناحیې په سیمه کې ۴۰۰ اړمنو مېرمنو ته د نغدي مرستو د څلورم پړاو په ترڅ کې ۴ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې.

یاده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۷:۵۲
Background image

کابل؛ د روغتیايي خدمتونو پراختيا او د ځوانانو او رضاکارانو د ظرفیت لوړونې لپاره دوه هوکړه‌ لیکونه لاسلیک شول

سې‌شنبه، ۴ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې، د ناروې د اوسلو مرکز او د سعودي عربستان د رابطه العالم الاسلامي ترمنځ د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او د ځوانانو او رضاکارانو د ظرفیت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

کابل؛ د افغاني او قطر سرو میاشتو ترمنځ د بشري همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وشو

سې‌ شنبه، ۴ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې مرستیال حافظ عزیزالرحمن په افغانستان کې د قطر سرې میاشتې له مشر ښاغلي بها النجومي سره تعارفي ناسته وکړه او د دواړو ملي ټولنو ترمنځ یې د. . .

BACK TO NEWS