کابل؛ د مالي محاسبې شپږ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۳:۱
K

دوشنبه، ۲۷ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د مالي ریاست، کنټرول آمریت او مرکزي روغتون ٢٠ تنو کارکوونکو ته د مالي محاسبې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېد.

د ورکشاپ د پای غونډې پر مهال د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال، ښاغلي مولوي روح‌ الله عبدالسلام، د دې روزنیز پروګرام د مالي ملاتړ له امله د ناروې سره صلیب مننه وکړه او ویې ویل، چې مالي برخه د هرې ادارې د اغېزمن مدیریت، روڼتیا او حساب ورکونې اساسي بنسټ جوړوي.

نوموړي زیاته کړه، د ادارې ټول فعالیتونه د مالي سرچینو پر مټ پر مخ ځي او که د مالي چارو په مدیریت کې فساد، بې‌ پروايي او یا د امانتدارۍ نشتوالی رامنځته شي، نو د ادارې ټول سیستم له جدي ستونزو او ګډوډۍ سره مخ کېږي.

هغه له ګډونوالو وغوښتل، چې د امانتدارۍ، ژمنتیا او مالي اصولو په دقیق رعایت سره خپلې دندې ترسره کړي او له ترلاسه شوو زده‌ کړو څخه په عملي چارو کې اغېزمنه ګټه واخلي.

دغه روزنیز ورکشاپ د ناروې سره صلیب په مالي ملاتړ ترسره شوی و، چې موخه یې د مالي کارکوونکو د مسلکي ظرفیتونو لوړول، د مالي محاسبې او حساب ورکونې د کیفیت ښه کول او د مالي چارو د روڼتیا او اغېزمن مدیریت پیاوړتیا وه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۵:۳۱
Background image

پروان؛ تېره یوه میاشت کې څه باندې ۵ زره ناروغان له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي

دوشنبه، ۷ جمادی الأولی ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د پروان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۵۱۳۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۰
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ پرانیست غونډه ترسره شوه

یکشنبه، ۶ جمادي‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ پرانیست غونډه د دې ادارې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۵۶
Background image

کابل؛ افغاني سرې میاشتې له اتریش او ډنمارک سرو صلیبونو سره د بشري همکاریو په اړه خبرې وکړې

شنبه، ۵ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او مرستیال یې ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د اتریش او ډنمارک د سرو صلیبونو له استازو سره په کتنه. . .

BACK TO NEWS