بدخشان؛ د سختو ورښتونو له امله له ۴ زیانمنو کورنیو سره ۱۲۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۸:۹
Bd

سې شنبه، ۷ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بدخشان ولایت په ارګو، کشم او یفتل پایان ولسوالیو کې له ۴ هغو کورنیو سره، چې د وروستیو سختو ورښتونو له امله ورته ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو، ۱۲۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د زیانمنو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شوه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ۳۰ زره افغانۍ ترلاسه کړې.

 

افغاني سره میاشت هڅه کوي د طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته پر وخت مرستې ورسوي او د هغوی د بېړنیو او لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۸:۲۴
Background image

کندهار؛ ۴۰۰ اړمنو مېرمنو ته ۴ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

سې‌ شنبه، ۴ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ښار د نهمې ناحیې په سیمه کې ۴۰۰ اړمنو مېرمنو ته د نغدي مرستو د څلورم پړاو په ترڅ کې ۴ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې.

یاده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۷:۵۲
Background image

کابل؛ د روغتیايي خدمتونو پراختيا او د ځوانانو او رضاکارانو د ظرفیت لوړونې لپاره دوه هوکړه‌ لیکونه لاسلیک شول

سې‌شنبه، ۴ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې، د ناروې د اوسلو مرکز او د رابطه العالم الاسلامي ترمنځ د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او د ځوانانو او رضاکارانو د ظرفیت لوړونې په برخو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

کابل؛ د افغاني او قطر سرو میاشتو ترمنځ د بشري همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وشو

سې‌ شنبه، ۴ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې مرستیال حافظ عزیزالرحمن په افغانستان کې د قطر سرې میاشتې له مشر ښاغلي بها النجومي سره تعارفي ناسته وکړه او د دواړو ملي ټولنو ترمنځ یې د. . .

BACK TO NEWS