هلمند، بادغيس او نيمروز کې ۱۷ سېلاب ځپلو کورنيو سره بېړنۍ نغدي مرسته وشوه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۱:۴۰
K

یکشنبه، ۲۳ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت په سنګین، مارجې، نهر سراج، کجکي او ناوې ولسوالیو کې له ۸ کورنیو، د بادغیس ولایت په قادس، جوند، دره‌ بوم، بالامرغاب او غورماچ ولسوالیو کې له ۷ کورنیو او د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې له ۲ سېلاب ځپلو کورنیو سره، د وروستيو سېلابونو له امله ورته ځاني او مالي زيانونو سره مخ شوې وې، ۵۱۰ زره افغانۍ بېړنۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د چین سره صلیب په مالي ملاتړ برابره شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته ۳۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.

دغه نغدي مرسته د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د زیانمنو کورنیو د لومړنیو ستونزو د کمولو په موخه ترسره شوه.

افغاني سره میاشت د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو کورنیو لاسنیوي ته ځانګړې پاملرنه کوي او هڅه کوي د بېړنیو مرستو له لارې د هغوی لومړنۍ اړتیاوې پر وخت پوره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۳:۱۵
Background image

کونړ؛ د وروستۍ بمبارۍ د دوو قربانیانو له کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

سې شنبه، ۹ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د وروستۍ بمبارۍ د دوو قربانیانو له کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.

د بمبارۍ له امله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۶
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په مصر آباد کلي کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په دې مرسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۰
Background image

پکتیکا؛ د اوبو مدیریت او د خلکو د اقتصادي ملاتړ په موخه د ۳ میلیونه افغانیو پروژه پیل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په منګړیتي سیمه کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دغې. . .

BACK TO NEWS