نورستان؛ په کامدېش او برګمټال کې د جګړو له امله ۱۷ زره اغېزمنو کورنیو ته د مرستو وېش پای ته ورسېد

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۶:۲۱
N

شنبه، ۱۵ ذو القعده ۱۴۴۷

د نورستان ولایت په کامدېش او برګمټال ولسوالیو کې د جګړو له امله ۱۷ زره اغېزمنو کورنیو ته د بشري مرستو وېش نن بشپړ شو.

د ټاکل شوي پلان له مخې، په کامدېش ولسوالۍ کې څه باندې ۱۰،۵۰۰ او په برګمټال کې څه کم ۶،۵۰۰ کورنیو ته مرستې ووېشل شوې.

دا مرستې د افغاني سرې میاشتې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې او د خوړو نړیوال پروګرام په ګډې همغږۍ ترسره شوې.

په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته اوړه، غوړي، دال، مالګه او د لاسو مینځلو صابونونه ورکړل شول.

 د یادو مرستو موخه د جګړه‌ ځپلو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو پوره کول او د هغوی د ژوند د ستونزو تر يو حده کمول و.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۶:۱۸
Background image

بدخشان؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

چهارشنبه، ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۶۷۹ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۳:۱۵
Background image

کونړ؛ د وروستۍ بمبارۍ د دوو قربانیانو له کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

سې شنبه، ۹ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د وروستۍ بمبارۍ د دوو قربانیانو له کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.

د بمبارۍ له امله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۶
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په مصر آباد کلي کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په دې مرسته. . .

BACK TO NEWS