نورستان کې د مرستو د وېش پنځمه ورځ؛ ۲،۰۰۰ کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۹:۲۳
N

یکشنبه، ۹ ذو القعده ۱۴۴۷

د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د جګړو له امله د اغېزمنو شوو کورنيو سره د خوراکي مرستو د وېش لړۍ په پنځمه ورځ هم دوام لري، چې نن هم د اور مړو او کمو سیمو کې ددې ولسوالۍ د بېلابېلو کلیو ۲،۰۰۰ کورنیو ته مرستې ووېشل شوې، چې پکې اوړه، غوړي، دال، مالګه او د لاسو د مینځلو صابونونه شامل و.

دا لړۍ د افغاني سرې میاشتې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې او د خوړو نړیوال پروګرام په ګډې همغږۍ پر مخ روانه ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۲:۳۳
Background image

ننګرهار کې له ۲۰۵ سېلاب ځپلو کورنیو سره څه باندې ۲.۱۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

یکشنبه، ۱۶ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت د حصارک او شېرزادو ولسوالیو ۲۰۵ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲۱۵۲۵۰۰ (دوه میلیونه، یو سل او دوه پنځوس زره او پنځه سوه). . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۲:۴
Background image

افغاني سرې میاشتې د ځوانانو د پوهاوي او مهارتونو د ودې لپاره د ښوونیزو مرکزونو له لارې زرګونه تنه روزلي دي

يکشنبه، ۱۶ ذو القعده ۱۴۴٧

افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ۵۲۵۷ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۱:۷
Background image

زابل کې د څه باندې ۱۵ زره ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

یکشنبه، ۱۶ ذوالقعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د زابل ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۷۹۸۲ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS