د ځان بسياينې پر لور؛ هرات کې ۱۵۰ بې‌ سرپرسته مېرمنو ته حرفوي زده‌ کړې ورکول کېږي

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۲:۵۵
H

شنبه، ۲ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د لوېدیځ زون د مرستون آمریت له لوري په هرات ولایت کې ۱۵۰ بې‌سرپرسته مېرمنو ته د حرفوي زده‌کړو پروګرامونه روان دي، چې موخه یې د هغوی اقتصادي پیاوړتیا او د خپلواک ژوند لپاره د زمینې برابرول دي.

یادو مېرمنو تر دې دمه د درې نیمو میاشتو لپاره په بېلابېلو حرفوي برخو کې عملي او نظري زده‌ کړې ترلاسه کړې دي، چې په کې خیاطي، افغاني ګنډنه، شیریني‌ پزي، د نباتي محصولاتو تولید، د وچو مېوو او زعفرانو بسته‌ بندي شامل دي.

دغه روزنیز پروګرامونه د دې لپاره پلي کېږي، څو ګډونوالې وکولای شي له زده‌ کړل شويو مهارتونو څخه په استفادې سره کوچني کاروبارونه پیل کړي، د عاید سرچینې ومومي او پر دوامداره مرستو خپله تکیه کمه کړي.

افغاني سره میاشت د پروګرام د اسانتیاوو په چوکاټ کې، د حرفوي زده‌ کړو ترڅنګ، د تګ راتګ کرایه هم ورکوي. تېره ورځ د پاتې ۱۳ ورځو کرایه ۳۸۳,۵۰۰ افغانۍ ووېشل شوه؛ له دې جملې ۲۹۲,۵۰۰ افغانۍ زده‌کوونکو، ۸۳,۲۰۰ افغانۍ ښوونکو او ۷,۸۰۰ افغانۍ د روزنیزو مرکزونو ساتونکو ته ځانګړې شوې وې.

یاد پروګرام د فنلنډ او بریتانیا د سره صلیبونو په مالي ملاتړ عملي کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۷:۳۴
Background image

کابل؛ یو خیرپال هېوادوال د اړمنو د ملاتړ په موخه افغاني سرې میاشتې ته ۶۱ زره افغانۍ مرسته وسپارله

شنبه، ۸ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د ‎ بشري فعالیتونو د پراختيا او له ‎ اړمنو کورنیو سره د مرستې په موخه، یو خیرپال هېوادوال ښاغلي میر مرتضی ۶۱ زره افغانۍ ‎ نغدي مرسته د دې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۸:۲۵
Background image

نورستان کې د مرستو درېیمه ورځ؛ ۱،۸۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه

جمعه، ۷ ذو القعده ۱۴۴۷

د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د جګړو له امله اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو د وېش لړۍ درېیمې ورځې ته ورسېده، چې نن هم د اور مړو او کمو سيمو کې ددې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۸:۲۳
Background image

نورستان کې د جګړو اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو وېش دوام لري

پنجشنبه، ۶ ذو القعده ۱۴۴۷

د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د جګړو له امله اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو د وېش د لړۍ پر دوام ١،٨٠٠ کورنيو ته مرستې ووېشل شوې.

يادې مرستې د افغاني. . .

BACK TO NEWS