د رسنیو د بحران مدیریت په اړه نشراتي مديرانو ته درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۵۹
Kabull

دوشنبه، ۲۶ شوال ۱۴۴۷

 د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست له لوري د مرکز او ولایتونو د نشراتي مدیرانو لپاره درې ورځنی ښوونیز او عملي ورکشاپ پیل شو.

یاد ورکشاپ چې د بحراني حالاتو پر مهال د رسنیو د بحران مدیریت، منځپانګې جوړولو او راپور ورکولو تر سرلیک لاندې جوړ شوی، په افغانستان کې د آی سي آر سي په مالي ملاتړ ترسره کېږي.

 د ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو رئیس، ښاغلي جمعه خان نائل، د ورکشاپ د اهمیت او اړتیا په اړه وینا وکړه، هغه د افغاني سرې میاشتې فعالیتونو ته پر وخت رسنیز پوښښ ورکول او د خلکو غږ تر نورو رسول د ټولو نشراتي مدیرانو ګډ مسؤولیت وباله. نوموړي ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه، چې له دې فرصت څخه پوره ګټه واخلي او خپلې مسلکي وړتیاوې لا پیاوړې کړي.

په دې ورکشاپ کې به د نشراتي مدیرانو لپاره د بحران پر مهال د خبري منځپانګې او مطبوعاتي اعلامیو د جوړښت، د انځور او ویډیو اخیستلو او راپور لیکلو په برخو کې نظري او عملي زده‌ کړې ورکړل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۶:۳۸
Background image

لوګر کې د دېوال نړېدو پېښه؛ زیانمنې کورنۍ ته نغدي مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۳ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت د مرکز پل علم اړوند په عمر آباد کلي کې یوه کورنۍ، چې د دېوال د نړېدو له امله ورته ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو، یوه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۴۶
Background image

کابل؛ ۵۱ کارکوونکو ته د مسلکي زده‌ کړو له بشپړېدو وروسته تصدیق‌ پاڼې ووېشل شوې

دوشنبه، ۳ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو چارو ریاست په نوښت، د دې ادارې ۵۱ کارکوونکو ته د «سلوک تګلارې» تر عنوان لاندې د ښوونیزو او مسلکي زده‌ کړو دویم پړاو د تصدیق‌. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۱۱
Background image

تخار؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي

دوشنبه، ٣ ذو القعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د تخار ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٠١٣ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS