کابل کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
نن د ۱۴۰۰ لمریز کال د سلواغې پر ۴مه د کابل ولایت د ښار له بېلابېلو ۳۰۰ اړمنو او بې سرپرسته کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوراکي توکو مرسته وشوه.
یاده مرسته د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري افغاني سرې میاشتې ته سپارل شوې وه، چې په کې هرې کورنۍ ته دوه کارتنه خوراکي توکي او ۴۰ کیلو اوړه شامل وو.